ځوانان دې پر دوی د ولسمشر غني باور ته درناوی وکړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې واکمنۍ په موده کې  ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وکړه، د هغوی ستونزې یې د هغوی له خپلو خولو واورېدلې. د دوی غوښتنې او وړاندیزونه یې په برنامو بدلې کړې. بیا یې د دغو پروګرامونو د پلي کولو لپاره په بېلابېلو ادارو کې ځوانان د دوی د وړتیاوو له مخې پر دندو وګومارل او له همدې امله د افغانستان ادارې تر بل هر وخت زیاتې ځوانې شوې.

ولسمشر غني دا کار یوازې د دې لپاره ونه کړ چې ځوانان د هیواد اکثریت تشکیلوي او یا یې له دوی سره د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال ژمنې کړې وې، بلکې دا کار یې د دې لپاره وکړ چې ځوانان په بهرنیو هیوادونو کې د زده کړو او ترلاسه شویو تجربو ترڅنګ د وطن د خدمت بې کچې مینه او فوق العاده انرژي لري او دوی له کوم تعصب او منفي حرکت پرته د ټول هیواد او خپلو خلکو لپاره خدمت کوي.

ځوانان د ټولنې د ملا تير بلل کېږي، ځوان هغه پیاوړی ځواک دی که چېرته په سمه توګه وروزل شي او وستایل شي په یوه ټولنه کې ډېر ژر کولی شي چې مثبت بدلون راولي او ټولنه له شته ناخوالو وژغوري. اکثره ځوانانو ته له ماشومتوبه  سمه پاملرنه، نه وي شوي او د هغوی احساس یې ورځپلی وي. په اوسنۍ زمانه کې ځوانانو ته اکثره ستونزې بېکاري رامنځته کړي دي او  دوی ته یې ذهني ستونزې او فشارونه هم رامنځته کړي دي.

له هیواده مو ښایسته ځوانان د خپل کارو بار لپاره د نړۍ نورو  پرمختللو هیوادونو ته لاړل چې تر څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله روزي وګټي. خو هغه ځوانان چې لا هم په هیواد کې دي دوی غواړي چې مونږ باید د خپل هیواد اقتصاد پیاوړی کړو، تر څو مو ځوانان له نورو هیوادونو راوګرځي. او ځوانان کولی شي چې د هیواد په اقتصاد کې ځانګړی رول لوبولی شي، ځوانان کامله انرژي او پوره ځواک لري. زړونه یې غواړي چې د نړۍ له پرمختللو هیوادونو سره سیالي وکړي. او خپل ځان او هیواد په کمه موده کې نړۍ والو ته ورسوي. ځوانان تل په دې هڅه  کې وي چې څنګه ځان او د هیواد اینده سمه کړو.

 

د ښاغلي غني په دوره کې د ځوانانو لپاره چې کوم کارونه تر سره شوي دي په بل هېڅ حکومت کې دوی ته دومره کار نه و، شوی. د ښاغلي غني په حکومت کې  دوی  ته د هیواد په هره اداره کې دنده ورکړل شوه او هغه ستونزې چې دوی به تل ورڅخه ځورېدل، د هغو د حلولو صلاحیت عملا ځوانانو ته وسپارل شو،ځکه چې اوس واک دوی ته ورکړل شوی. ښاغلي غني د نویو ځوانانو ګمارل د هیواد په ګټه بللي ځکه وایي چې له ځوانانو سره نوې هیلې او نوی فکر وي نو له بل هر چا دوی ښه کولی شي چې هیواد ته پرمختګ ورکړي.

ځوانانو ته ښایي چې د ولسمشر غني دغه باور ته چې پر دوی یې کړی دی د درناوي ترڅنګ خپل هیواد او خلکو ته داسې خدمات وکړي چې د نورو لپاره مثال وګرځي.