د جهاد له سپېڅلي نوم په استفادې د عامو افغانانو پر وړاندې د وسله والو طالبانو ناروا جګړه!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
 روښان
طالب جګړه مارانو له کلونو راهیسې په هېواد کې د جهاد له مقدس نوم څخه په ناوړه ګټې اخیستنې د عامو افغانانو پر وړاندې ظالمانه، وحشيانه او د ټولو انساني اصولو خلاف د څو کلونو راهیسې جګړه پيل کړې ده. دوی په ظاهره جګړې ته د جهاد نوم ورکوي خو په وروستیو کې د کندوز ــ بغلان لویې لارې پرسر د برېښنا پایې په بمونو والوزولې، په دې جنایت سره يې د بغلان، کندوز،
کابل، تخار او یو شمېر نورو ولایتونو پر خلکو برېښنا پرې کړه او خلک يې د روښنایۍ له لوی نعمت څخه بې برخې کړل. طالب جګړه مارو د مخابراتي شرکتونو مرکزي مسوولینو ته هم ګواښ کړی چې، په ولایتونو کې دې مخابراتي خدمتونه بند کړي. که د وسله والو طالبانو هدف دا وي چې پر دولتي ادارو د برېښنا، مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه بند کړي، نو دا يې لويه تېروتنه ده، دولتي ادارې د دې ټولو ستونزو لپاره د حل بديل لارې چارې لري، خو په اصل کې دوى په خپلو دا ډول ناوړه کړنو سره عام ولس له خپلو حقونو محروموي، په کورونو کې تاريکي راولي، په روغتونونو کې صحي چارې له خنډونو سره مخ کوي، د ناروغانو درملنه چې د برېښنا په وسيله ترسره کېږي، زيانمنېږي او په ټوله کې عام خلک تر فشار لاندې نيسي. له دې ورها خوا طالب وسله والو اوس په لویو لارو کې مسافر له موټرو ښکته کوي، ځوروي يې، پيسې او مالونه یې اخلي، د سوداګرو موټرونو مخه نیسي پيسې ترې اخلي، مالونه ترې ښکته کوي، خو که مال او پيسې ورنه کړي، نو مسافر او سوداګرو ته شکنجي ورکوي او د هغوی وسایط تخریبوي. د دې تر څنګ طالبان د خلکو په کورونو کې ځانونه پټوي، د کورونو دېوالونه يې تخريبوي، بيا له همدې کورونو پر دولتي ځواکونو بریدونه کوي، دا هم د دې څرګندويي کوي چې، وسله وال مخالفین له عامو خلکو سره جګړه کوي، شکنجې ورکوي او په لوی لاس یې له ژوند کولو زړه توروي. خو ځينې خلک د طالب وسله والو له دې ټولو ظلمونو او جنايتونو سره سره بیاهم خپل اولادونه جګړې ته هڅوي، طالبان بیا پر ماشومانو ماینونه لیږدوي، لویې لارې، سړکونه، پلونه او پلچکونه په بمونو الوزوي او تخریبوي یې. همدا طالب جګړه ماران دي چې په ځانمرګو او موټر بم بریدونو سره يې ګڼ شمېر افغانانو ته د سر او مال زیانونه اړولي او لاهم دغه انساني ناورین ته دوام ورکوي. همدا بېچاره خلک د بزګرۍ او سخت زیار له لارې شپه او ورځ په سړې او ګرمې هوا کې د خپلو بچیانو لپاره یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پيدا کوي، خو طالب وسله وال یې بیا د عشر او ذکات په نومونو په ظلم او جبر سره له دې ولسونو پیسې او محصولات اخلي. د طالب جګړه مارو دا جنایتونه ټولو افغانانو ته د لمر په شان روښانه دي خو بهر کې د دوی مشران بیا برعکس ادعا کوي چې ګواکې طالب وسله وال د خلکو سر، مال او حقونو خوندیتوب ته پام کوي، په داسې حال کې چې دوی د خپلو وسله والو د جنایتونو خبر نه دي یاهم پر دغو قتلونو او جنایتونو سترګې پټوي. په هر هېواد کې له دوی سره ليدنې کتنې لري، خبرې اترې کوي، بايد له وسله والو طالبانو څخه د دې جنايتونو په اړه پوښتنه وکړي، پر دوى او ملاتړو يې فشارونه زیات کړي، پرته له دې دوى هم د بشري حقونو سرغړوونکي بلل کېږي. اوس ټولو سیاسیونو او مشرانو ته په کار ده چې، د طالب جګړه مارو په وړاندې یو موټي شي او پر نړیوالو دې غږ وکړي چې د طالب جګړه مارو هغه مشران چې په سپینو جامو کې د بشري حقونو د خوندیتوب څرګندونې کوي، اصلي څېره او هغه ځای چې دوی ته امر ورکول کېږي، ترې پرده پورته او رسوا شي. د طالب جګړه مارو له استازو دې دا پوښتنه وشي چې په کوم هېواد کې پر روغتونونو، ښوونځيو، جوماتونو، کورونو، دیني مدرسو، عامه تاسیساتو او په خصوصي سکټور برېښنا بنده شوې ده. د بشري حقونو نړیوال بنسټونه باید په دې برخه کې نور خپل مسوولیت په بشپړه توګه ترسره کړي.