غني، بریالی ولسشمر او قاطع اعلی سرقومندان

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

د ولسمشر غني سیاسي مخالفینو او حتی د سیمې هیوادونو په لومړیو کې داسې تبلیغوله چې ولسمشر غني ټول عمر معلمي او استادي کړې او یوه ورځ یې هم جنګ نه دی لیدلی، نو ده ته به سخته وي چې د سراعلی قومنداني وکړي، مګر موږ ولیدل چې په تېرو پنځو کالو کې ولسمشر غني تر ټولو بریالی او قاطع سر اعلی قومندان وو، ځکه چې هم یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز ته پاملرنه وکړه،

هم یې په امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو کې فساد کم او له منځه یووړ او هم یې هغوی ته د جنګ عالي مورال او روحیه ورکړه او جنګ یې په ښه توګه مدیریت کړ او هم یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مکافاتو، مجازاتو، تمویل، تجهیز ، درملنې او نورو اړوندو او اړینو مسایلو ته پام وکړ.

جمهور رئیس غني په تېرو پنځو کالو کې بار بار د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو د روغتیایي حالت د پوښتلو او د دوی د سمې او پروخت درملنې په موخه روغتونونو ته لاړ. د هېواد دغه اتل بچیان او ټپي اتلان یې په غېږ کې ونیول، سینې ته یې نږدې کړل، د هغوی په سر یې لاس راکش کړ او مسوولینو ته یې د دوی د سمې درملنې د لارښوونې ترڅنګ ټپیانو اتلانو ته د ښې او سملاسي روغتیا دعا هم وکړه. په ملي او بین المللي غونډو او کنفرانسو کې په هر مناسبت د خپلو ویناو او څرګندونو پرمهال ولسمشر غني بیا بیا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو، مېړانې او سرښندنو یادونه او ستاینه وکړه، دیني علما، متنفذین، مشران او ټول هېوادوال یې د خپلو مېړنو ځواکونو بشپړ ملاتړ ته وهڅول.

سره له دې چې په لومړیو کې ډېرو داسې انګېرله، چې ممکن دا به د ولسمشر کومه نمایشي کړنه وي، خو د وخت په تېرېدو سره ټولو دا ومنله چې جمهور رئیس د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره نمایشي چلند نه کوي، بلکې له زړه ورته ګران دي او غواړي چې د وسله وال پوځ د اعلی قوماندان په توګه د هغوی بشپړ ملاتړ وکړي او هر ډول امکانات او اسانتیاوې ورته برابرې کړي. ځکه ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وضعیت او حالت د پوښتلو او معلومولو په موخه اساسي څېړنې پیل کړې، په همدې موخه بېلابېلو ولایتونو او قول اردوګانو ته لاړ. د امنیتي او دفاعي ځواکونو له مسوولینو سره یې د کتنو پرمهال د ځواکونود لا پیاوړتیا په موخه په مناسبو او ګټورو لارو بحث وکړ.

لنډه دا چې د ولسمشر غني تېرو پنځو کالو کړنو، لاسته راوړنو او پرمختګونو ته په کتو نوموړی نه یوازې د هیواد خواخوږی او بریالی ولسمشر و، بلکې قاطع او کامیاب اعلی سرقومندان هم وو، ځکه چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه یې نه یوازې له پاشل کېدو څخه وژغورل ، بلکې په تېرو پنځو کالو کې یې د هغوی مسلکي وړتیاوې او محاربوي مهارتونه دومره لوړ کړل چې ساری نه لري او له همدې امله یې هغوی خودکفا کړل او دا مهال زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه په یوازې ځان د عملیاتو مهارت او وړتیا لري.