وکیلان دې خپلې ناندرې پایته ورسوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

مطیع الله سحر

 

افغانستان په یو داسې حساس وخت کې قرار لري چې له یوې خوا بهرني دښمان یې په ارامه نه پرېږي او له بلې خوا په افغانستان کې هغه د ولس استازي چې له هغو څخه دې ولس دا تمه وي چې د هیواد په درد به درمن شي او د هیواد په درد به ولګېږي. او هیواد به له دې تورو تیارو څخه بهر کړي.

او په هیواد کې به مو ارامي راولي. خو دوی برعکس لا نظم خراب کړی او ستونزې یې زیاتې کړې دي، نږدې دوه اونۍ وشوې چې د ولسي جرګې د ریاست په سر پیل شوې ناندرۍ لا پایته نه دي رسېدلې. د دوی دا کار د هیواد لپاره ډېر زیانمنونکی دی. دښمن د همداسې وخت د تر لاسه کولو په تمه دی چې دوی ته د دې موقع په لاس ورشي چې خپلې ورانکاریانې تر سره کړي.

له څو ورځو راهيسې مونږه ټول ګورو چې د پارلمان د ریاست پر څوکۍ لانجې روانې دي. وکیلان په خپلو کې سره جوړ نه راځي او د یو بل خبره نه اوري له خپلې سر زورۍ څخه کار اخلي. چې په داسې کار سره دوی هېڅ وخت نشي کولی چې خپلې نتیجې ته ورسېږي. ځکه چې دا یې دوهمه اونۍ دې چې د پارلمان د رياست د څوکۍ پر سر لانجې روانې دي او لا نتیجې ته پکې نه دي رسېدلي. او نه هم د دریم خبره مني. که چېرته د پارلمان لانجې همداسې روانې اوسي دا به د هیواد په تاوان اوسي.

ولس له خپلو وکیلانو دا هیله لري چې هغه به د دې ملت لپاره کار وکړي او د ملت په درد به دردمن شي. خو ولس اوس په دې پوه شو چې  له دوی سره نه د هیواد غم دې او نه هم د دې بې وسه ملت غم. دوی د ولس په رایه کامیاب شوي او باید خپل ولس ته خدمت وکړي او وطن اباد کړي. نه د خپل ځان لپاره. وکیلان باید له ولس سره د خدمت کړې ژمنې هېرې نه کړي او هغو ته ژمن پاتې شي، ځکه د دوی له ژمنو لا ډېر لږ وخت وتلی او د ټولو په یاد دي.

د افغانستان په پارلمان کې تل د رياست پر څوکۍ باندې لانجې وي. په تېر پارلماني ټاکنو کې هم همداسې لانجې وې چې د څو اونیو په تېرېدو سره بلاخره عبدالروف ابراهیمي یې په یوه علني رایې اچونې سره د ولسي جرګې د رئيس په توګه وټاکه.  خو دا ځل بیا هم همغه شان لانجې پکې رامنځته شوي دي. او باید ژر تر ژر دا لانجې ختمې کړي. او هر یو خپلو کارونو ته دوام ورکړي. ځکه چې د یوې ورځې کار شاته پاتېکېدل هم د ځان په تاوان دې او هم د وطن په تاوان دې.

په ولسي جرګه کې د رئيس د څوکۍ پر سر د اختلافاتو د حل لپاره چې کوم پلاوی ګومارل شوی. باید دوی هم ژر تر ژر خپل کار تر سره کړي او خپله پرېکړه اعلان کړي.  او له پرېکړې سره کوم چا چې مخالفت کولو له هغه سره باید قانوني چلند وشي. ځکه چې له هغه کس سره د هیواد غم ندې بلکې  د خپل جېب غم دې چې څنګه یې له پیسو ډک کړم.