غني قانون ومني، که د نوماندانو؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

د هیواد اساسي قانون صریح حکم کوي چې سیاسي واک به په سوله ییزه توګه له یو منتخب ولسمشر څخه بل ولمسشر ته د واک په اراده لېږدول کېږي. د واک له ارادې څخه موخه داده چې د ولسمشرۍ ټاکنې به ترسره کېږي او د پایلو له اعلان وروسته چې هر څوک د ولس د اکثریت رایو په اساس بریالی اعلان شو، نو همغه به د منتخب ولسمشر په توګه لوړه کوي او واک به ورته انتقالېږي.

د محکمې پرېکړه هم همداده چې چې تر هغو ټاکنې نه وي شوې او د ولس په اراده بل منتخب ولسمشر نه وي انتخاب شوی، نو تر هغو به ولسمشر غني خپل واک ته ادامه ورکوي، دا د قانون او محکمې پرېکړه ده چې تر بلې هرې پرېکړې او غوښتنې لوړه ده او باید لوړه وي.

بل لورته د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو غالمغال جوړ کړی او دوی وایي چې د ولسمشر غني د واک موده د غبرګولي په لومړۍ نېټه پایته رسېدلې او دی باید واک پرېږدي او موقت او یا سرپرست حکومت تشکیل شي. حال دا چې په دغسې حالت کې د واک پرېښودلو، د موقت او یا سرپرست حکومت د تشکیل خبره نه یوازې په اساسي بلکې په هیڅ فرعي قانون کې هم نه ده راغلې. د ولسمشرۍ نوماندان د قانون پر صراحت او د محکمې پر پرېکړې سترګې پټوي او پر خپله غیر اصولي او غیر قانوني غوښتنه باندې تر دې حده ټینګار کوي چې که ولسمشر غني یې ونه مني، نو دوی به لاریونونه وکړي، لارو ته به راووځي او حکومت به نسکور کړي.

اوس پوښتنه داده چې ولسمشر غني د قانون ومني او د ولسمشرۍ د یو شمېر نوماندانو؟

معلومداره چې ولسمشر غني به د قانون مني، ځکه چې هغه قانوني او د اصولو سړی دی. بل پلو دا لومړۍ ولسمشریزې ټاکنې نه دي چې په هیواد کې ترسره کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم ټاکنې شوي. محکمې پرېکړه کړې او ولسمشر کرزي د نوي منتخب ولسمشر چې ډاکټر غني وو، د هغه د لوړې تر مراسمو خپل واک ته ادامه ورکړې او بیا یې دا واک رسماً او په سوله ییزه توګه ولسمشر غني ته انتقال کړی دی، نو د ولسمشرۍ نوماندان دې سترګې پرانیزي، دوی دې زغم ولري. دوی دې اساسي قانون او د ولس ارادې ته درناوی ولري او دوی دې تشدد او افراطیت ته زړه نه ښه کوي او نه هم زور او تشدد په دې وطن کې نتیجه ورکوي او نه هم په دغسې دړکو او اوازو خلکو وېرولی شي.

ولس په ټول قوت د ولسمشر غني تر شا ولاړ دی او تر هغو به ولاړ وي چې د اساسي قانون د حکم او د محکمې د پرېکړې مطابق یې خپله دوره نه وي بشپړه کړې. هغه ورځې او شپې نورې ګیدړانو خوړلي چې دلته به د واک د ترلاسه کولو لپاره د ولس د ارادې پرځای په زور حساب کېده، زور نور له حساب او چلښته لوېدلی دی او که نوماندان فکر کوي چې دوی به د زور او فشار له لارې خپلو ناوړه موخو ته ورسېږي ، نو بیا دې فکر وکړي.