د مسکو غونډه د څه لپاره؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

په مسکو  کې د افغان سولې په دویمه ناسته کې د افغان حکومت او د سولې عالي شورا استازو رسمي ګډون نه دی کړی، مګر له افغانستان څخه مخکېنی ولسمشر حامدکرزی او ګڼ نور سیاسیون ورغلي دي. د ځینو راپورونو پر اساس دغی غونډې ته هغه افغان سیاسیون ورغوښتل شوي چې د اوسني حکومت سر سخته مخالفین دي او تل یې د دغه موجوده حکومت په هره برخه کې مخالفت کړی دی .

پخوانی ولسمشر حامد کرزی ، د ملي امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر ، د ملي وحت حکومت سر سخته مخالف عطا محمد نور ، محمد محقق او تورن اسماعیل خان د مسکو غونډې ته دڅلویښتو اشخاصو وربلل شویو کسانو له ډلې څخه دي. دغې غونډې ته د طالبانو استازي هم  ورغلي دي، مګر دغې ناستې ته نه یوازې خلک هیله من نه دي، بلکې اکثره خلک په غوسه دي.

افغانان دغې ناستې ته ځکه کومه هیله نه لري چې په یاده غونډه کې ناست کسان د دوی استازي نه دي او دا ناسته د امریکا او روسیې ترمنځ یوه زور ازمایي ده. دواړه هیوادونه هلې ځلې کوي چې هر هیواد تر خپل تسلط لاندې راولي ، په همدې اساس کله چی امریکا غوښتل په افغانستان کی تل پاتی سوله راولی نو د امریکا تر څنګ روسېی هم د افغان جګړې د پایی ته رسیدو لپاره هلی ځلی شروع کړې .

روسیې د سولې لپاره لمړۍ غونډه وکړه چی په هغه غونډه کې د افغان حکومت او طالبانو تر څنګ ځینی د افغانستان همسایه هیوادونه لکه پاکستان ، چین ، ایران او هندوستان هم شامل و ، دغه غونډه کې دواړه لوري افغان حکومت او طالبان ډېر خوشبینه وو، ځکه د دواړو نظر داو چی باید په افغانستان کی جګړه پای ته ورسېږي ځکه د جګړې دواړه لوري او قربانیان افغانان دي .

دغې غونډې ته د افغان حکومت په استازولي چې د جګړې یو اړخ ده څوک ندي ورغوښتل شوي، نوکومه پام وړ پایله به ځکه ونه لري، چې د سولې مذاکراتو مالکیت او مدیریت باید د افغانانو او افغان دولت وي، له دوی مه واره د مذاکراتو ترسره کول مسخرې دي .

دغه غونډه روسان د دی لپاره کوي تر څو په سیمه او په خاصه توګه په  افغانستان کی ډېر تمرکز ولري. په سیمه کی استخباراتی او منطقوی رول ولوبوي ، له بل پلوه روسیه یواځینی هیواد دی چې د افغانستان د مسلې له هر لوبغاړی سره ښې اړیکي لري . دوی کوښښ کوي چې د خپل نفوذ ساتلو لپاره حتی د طالبانو غوندې جنګي ډلو سره هم خپلې اړیکې وساتي، تر څو یې د امریکا پر وړاندې د فشار په توګه وکاروي. د مسکو غونډه خاص د همدې لپاره جوړه شوې چې امریکا په سیمه کې خپل نفوذ ثابت کړي.

افغان حکومت د مسکو او دېته ورته ناستو ته ځکه خوشبین نه وي چې  د مذاکراتو رهبري او مشري په کې د افغانانو پرځای د بهرنیانو په لاس کې وي. افغان حکومت د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره د هر هیواد هڅې ستایي، خو په دې شرط چې د مذاکراتو مشري د افغان حکومت ته په لاس کې وي.