د موقت حکومت پر وړاندې غبرګونونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: اېمل پیاوړی

د ملي یووالي حکومت له کاري دورې وروسته د موقت حکومت جوړولو په اړه زیات غبرګونونه موجود دی. ځینې مواردو کې ګاونډيو هیوادونو هم په دې اړه نظرونه څرګند کړي دي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دې وروستیو کې ویلي چې د افغانستان حکومت د سولې د مذاکراتو مانع دی او په همدې دلیل د سولې کوښښونه بن بست ته نږدې شول او له دې بن بست څخه د تېرېدو لپاره اړتیا ده چې په افغانستان کې موقت حکومت ایجاد شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس ښاغلي خان د دوشنبې په ورځ د حمل په پنځمه خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د سولې بهیر به هغه مهال کامیاب وي چې یو موقت او عادلانه حکومت په دې هیواد کې رامنځته شي. د هغه په وینا په افغانستان کې د موقت حکومت ایجاد کولای شي ازاد او شفاف انتخابات تضمین کړي.

یو شمېر سیاسي څېرو د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې د هیواد په داخلي چارو کې د اسلام اباد لاسوهنه بللې ده. د مخکېني ولسمشر حامد کرزي دفتر  په خبرپاڼه کې له پاکستان څخه غوښتل شوي دي چې د حسن نیت او دوه اړخیزو اړیکو ته د درناوي په اساس د افغانستان په کورنیو چارو کې تر بېلابېلو سرلیکونو لاندې لکه د موقتې ادارې ایجاد او زموږ د ټاکنو اړوند مسایلو په اړه له دغسې څرګندونو او لاسوهنو څخه څخه ډډه وکړي.  

محمد حنیف اتمر چې د روان لمریز کال د جوزا میاشتې څخه وروسته د سرپرست حکومت د ایجاد له دعوه دارانو څخه یو دی، په افغانستان کې د موقت حکومت د تشکیل موضوع یوه داخلي موضوع بللې او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه به د نورو هیوادونو د هر ډول مداخلې مخه ونیسي. د ښاغلي اتمر دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي: "اظهارات نخست‌وزیر پاکستان، خلاف عرف و نورم‌های دیپلماتیک است و اصل حاکمیت ملت‌ها بر سرنوشت‌شان را نقض می‌کند."

اما د محمداشرف غني د ټاکنیز ټیم غړي امرالله صالح د موقت حکومت طرحه د هیواد د نظام پاشلو ته ورته بللې او د فیسبوک پر پاڼه یې لیکلي چې دا طرحه د پاکستان د اردو او استخباراتو مربوط ده. ښاغلي صالح د ښاغلي اتمر د خبرو په غبرګون کې ویلي دي هر څوک چې په هره پلمه له دې طرحې سره همغږی او ملګری وي له دښمن سره یې لاس یو کړی دی. هغه همدارنګه له ښاغلي اتمر غوښتي دي چې د پاکستان لومړي وزیر سره خپله دغه همغږي او همسویي واضح کړي.

دا اندېښنې او غبرګونونه په داسې حال کې مطرح شوې دي چې په پام کې وه ولسمشریزې ټاکنې د ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنو سره یو ځای د روان کال د حمل په پای کې ترسره شي ؛ اما د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا تاریخ عملي ونه باله او د ټاکنو تقویم کې د دوه مرحلې بدلونونو راوړلو وروسته اعلان کړی چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه ترسره کېږي.