د سیاسي ګوندونو وضعیت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

ګوند د سیاسي ایدیالوژي پربنسټ رامنځته شوی ټولنیز جوړښت دی،چې د سیاسي واک د لاسته راوړ لویا د سیاسي، اقتصادي،،دیني او ټولنیزو ارزښتونو د پلي کولو لپاره په مستعده ټولنه کې جوړیږي، مګر په افغانستان کې د ګوندونو څومره والی او څرنګوالی د پرتلنې وړ نه دی، ځکه دځانګړې ایډیالوژۍ او قانوني معیارونو په اساس نه دي رامنځته شوي.

که د ګوندونو د شمېر له پلوه افغانستان د نړۍ له ډېرو پرمختللو او پرنفوسه هیوادونو سره پرتله کړو، نو زموږ د ګوندونو شمېر ورڅخه زیات وي، مګر که د کار او فعالیت په اساس یې سره پرتله کړو، نو بیا خبره برعکس کېږي، ځکه په افغانستان کې ګوندونه یوازې او یوازې د شخصي موخو، ګټو، باج ګېرۍ اومقام ته د رسېدو په موخه جوړ شوي دي.

همدغه لامل دی چې په افغانستان کې نه ګوندونه وده کوي او نه هم د خلکو ملاتړ او باور له ځانه سره لري. تر هغو چې ګوندونه افغانستان شموله نشي او د اساسي قانون د فرمایشونو مطابق ملي ګټې او لوی موخې تعقیب نه کړي، نو تر هغو به همداسې د څو کسانو په انحصار کې وي چې د امتیاز طلبۍ د وسیلې په توګه به یې کاروي.

د قانون د حکم مطابق سیاسي ګوند باید د ثبتېدو پرمهال د لسو زرو پلویانو تذکرو فوتوکاپیانې له ځان سره ولري.او د هیواد له ټولو ولایتونو باید حد اقل یو یو استازی ولري. چې با استعداده وي لږ تر لږه له دولسم ټولګي څخه فارغ وي، او عمر یې هم له پنځه ویشتو کلونو څخه کم نه وي.  مګر د افغانستان په ټولو ګوندونو کې به یو ګوند هم په دغه معیار برابر نه وي، اکثره یې د یوې کورنۍ او سیمې له خلکو تشکیل شوي دي.

د دې ترڅنګ سیاسي ګوندونه کومه مشخصه انګېزه او فکر هم نه لري چې حداقل خلک پرځان راټول کړي. جلب او جذب یې هم نه لیدل کېږي. منظم فعالیت یې هم محسوس نه دی او د هیواد د مهمو مسایلو په اړه خپل دریځ او غبرګون هم نه څرګندوي.

په افغانستان کې سیاسي ګوندونه ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي، مګر اکثره یې لا هم د قانون د حکم برخلاف وسلوالې ډلې او ګروپونه لري چې د ځان لپاره مشخصې موخې او اهداف لري. ګوند باید د ولس په حرکت جوړ وي او ټولې کړنې یې باید د ولس په محور راوڅرخي، متاسفانه تر اوسه یو داسې ګوند ندی پیدا شوی چې د ولس لپاره ریښتینې همکاري وکړي.

موجوده ګوندونه په خپلو اینده پلانونو کې داسې ولسواکي، خپلواکي، پرمختګ، دیني او ټولنیز ارزښتونو کړنلاره نه لري، چې له مخې یې فعالیت وکړي او یا د ولس ملاتړ پرې ترلاسه کړي. حکومت ته ښايي چې د ګوندونو د فعالیت لپاره مشخصې برنامې جوړې کړي تر څو هغوی خپل مسیر ته برابر کړي.

په افغانستان کې همدا اوس ۱۱۰ یوسل او لس ګوندونه وجود لري چې د عدلیې وزرات سره راجستر دي.په هیواد کې سیاسي ګوندونه چې اکثره یې اوس فعاله شوي هڅه کوي په دې جنګ ځپلې ټولنه کې ځان ته یو مناسب ځای پیدا کړي. که چېرې سیاسي ګوندونه فعاله شي، نو حکومت ته په ډېرو برخو کې اصلاحي طرحې او برنامې وړاندې کول شي چې د ټولنې له ثبات سره لویه مرسته کولی شي.