‎سوله څنګه راتلی شي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎ټول افغانان سوله غواړي، ځکه چې دا جګړه زموږ نده، دا پردۍ تپل شوې جګړه ده او افغانانو تل هڅه کړې دا جګړه د سولې د لارې ودروي خو زموږ بې رحمه دښمن کله هم په افغانانو رحم ندی کړی ، تر ‌‌‌‌‌‌ډېره یې د افغانانو له پاکو احساساتو استفاده کړې ، او دا ځوانان یې د خپلو شومو اهدافو قرباني ګرځولي

.
‎د حکومت مشران مو دا څلور کاله کېږي د افغانستان د جګړې د پای په لټه کې دي او غواړي افغانستان کې یوه دایمي او با عزته سوله راشي.
‎په دې تړاو زموږ مشرانو ‌‌‌‌‌‌ډېرو نړیوالو هېوادونو ته سفرونه کړي او په نړیوالو کنفرانسونو کې یې ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی او له نړیوالو یې په وار وار غوښتي څو د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ وکړي، د امنیت شورا سلاکار اتمر صیب چې کله سعودي ته لاړ وُ د سعودي چارواکو سره یې د افغان سولې په اړه خبرې وکړې، چې سعودي چارواکو د افغان سولې څخه د ملاتړ تر څنګ د مستقیمې همکارۍ ژمنه هم وکړه، همداسې ترکیې ، هېواد چین، ازبکستان، او ‌‌‌‌‌‌ډېر شمېر هېوادونو د افغان سولې ملاتړ کړی، تېره میاشت د شانګهای غړو هېوادونو هم په یو خوله د افغانستان د سولې ملاتړ وکړ او ددې پروسې د مسقیمې همکارۍ ژمنه یې وکړه.
‎یعنې په ټوله کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت مشرانو په لږه موده کې وکولی شو د افغانستان د سولې موضوع نړیواله کړي ، او دا یې نړۍ ته واضع کړه چې په افغانستان کې جګړه یواځې د افغانستان د پاره تهدید نده بلکې دا اور یې ټولې نړۍ ته غزېدلی شي نو اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه او نړیوال د ترهګرو په وړاندې ګ‌‌‌‌‌‌ډه مبارزه وکړي، په هر حال زموږ حکومت خو خپلې هڅې د سولې د پاره کړي او کوي یې .
‎زموږ مسوولیتونه څه دي؟
‎موږ هم د سولې په راوستو کې لوی مسوولیتونه لرو. قومي مشران چې د افغانستان په کچه په ‌‌‌‌‌‌ډېرو موضوعاتو کې موثر تمامېدلی شي کولی شي هغه ناراضه ځوانان چې د پردیو په لمسون یې ټوپک را اخیستی او خپل بل ورور یعنې امنیتي ځواکونه شهیدانوي دوی ته وپوهول شي چې دا جګړه د هیچا په ګټه نده.
‎دا ځوانان باید له جګړې را وګرځول شي، لکه څنګه چې موږ په رسنیو کې وینو د اکثرو ولایتونو ځوانانو د جګړې د پای د پاره مدني حرکتونه پيل دي ، علما مو د جګړې ضد فتواوې ورکوي دا ټول د افغانستان د جګړې په پای کې لویه ون‌‌‌‌‌‌ډه لري.
‎یعنې ولسونه د سولې په راوستو کې ‌‌‌‌‌‌ډېر ګټور تمامېدلی شي ، ځیني کړۍ شته چې د افغانستان سوله نه غواړي ،ځکه چې دا کړۍ د سیمې استخباراتو ګمارلي دي دوی ددې استخباراتو په ګټه دلته فعالیت کوي، ددې کړیو فعالیت دا دی چې د افغانانو په منځ کې بې اتفاقي راولي او افغانان سره وپاشي ،
‎دا نو د افغانانو مسوولیت دی چې دا کړۍ سره له دې چې پېژني یې هم اړتیا ده چې له خپلو منځونو یې وشړي او ټول په یوه اتفاق سره د خپل حکومت ملاتړ وکړي او د سولې روانې خبرې بریالۍ کړي .
‎سوله د افغانستان د تجزیې په معنی نده ، سوله د افغانستان د آرامښت په معنی ده ، سوله د جګړې د پای په معنی ده .
‎سوله کې ژوند دی، سوله کې پرمختګ دی ، سوله کې یووالی دی، سوله کې آبادي ده.
‎موږ سوله غواړو.
‎مینه منګل