سوله قرباني غواړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

سوله الهي امر او د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده. مګر موږ باعزته او تلپاتې سوله غواړو. داسې سوله چې زموږ د هیواد وقار، ملي خپلواکي او ارزښتونه او زموږ د خلکو ژوند، سر او مال په کې خوندي وي. د دغسې سولې لپاره هم زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه خپله مبارزه کوي، هم حکومت او ولسمشر غني د دغسې تلپاتې او باعزته سولې لپار ه شپه او ورځ هلې ځلې کوي او هم زموږ ولسونو شپه او ورځ د دغسې سولې د راتګ په پار د دعا لاسونه لپه کړي دي.

د باعزته او تلپاتې سولې راتګ قېمت او قرباني غواړي، ملت په دې برخه کې تر ټولو دمخه دغه قرباني ورکړې او لا یې هم ورکوي، مګر د افغانستان له سیاسیونو دا غوښتنه اوپوښتنه ده چې ایا دوی د دغې قربانۍ ورکولو ته چمتو دي؟

له بده مرغه په افغانستان کې سیاسي ډلې، شخصیتونه او احزاب تراوسه له خپله ځانه نه دي راوتلي، دوی حتی په ملي او مهمو مسایلو کې هم د خپل ځان او خپلو ګوندي موخو په اړه فکر کوي، مګر دوی دا نه ګڼي که د هیواد او ملي ګټې خوندي شي، نو د دوی ګټې ورسره اتومات خوندي کېږي، مګر د دوی د ګټو له تامین سره نورو ته هیڅ خیر نه رسېږي.

تر هغو چې د افغانستان د سیاسیونو په ګډون د ټولنې بېلابېل اقشار له خپل ځان څخه را ونه وځي او د خپلو شخصي ګټو پر ځای پراخ لید خپل نه کړي او د افغانستان په اړه فکر ونه کړي، نو نه هغسې سوله راتلی شي چې موږ یې هیله لرو او نه نورې ستونزې په هغه شکل سره هوارېدلی شي.

نو که چېرې موږ د سولې غوښتنې ته متعهد یوو، نو دغه تعهد باید په عمل کې ثابت کړو او د سولې لپاره قرباني ورکړو. د دغه الهي امر د پرځای کولو لپاره د ولس دغه همېشنۍ هیله وپالو. له افغان وسلوالو ډلو سره د بحث او مذاکراتو له لارې اساسي نتیجې ته ورسېږو او بالاخره د بین الافغاني مذاکراتو له لارې هغوی دېته قانع کړو چې له خشونت، وحشت او افراطیت لاس واخلي، خپله هغه انرژي چې د وطن په ورانولو او د خپلو هیوادوالو په وژلو کې یې لګوي، برعکس یې د هیواد په ابادولو او د خلکو په هوساینه ولګوي.

په دې کې شک نشته چې افغانان د مذاکراتو ظرفیت لري او دوی کولی شي په خپلو کې سره نتیجې ته ورسېږي، مګر شرط دادی چې موږ له شخصي اجنډاو سره تېر شو. نن سبا د سولې فرصت تر بل هر وخت زیات برابر شوی دی ، ځکه چې له یوې خوا ولس د سولې غوښتونکی دی، له بلې خوا طالبان هم نور له جګړې ستړي دي، سیمه، نړۍ او اسلامي هیوادونه هم دې نتیجې ته رسېدلي چې د افغانستان د څلورو لسیزو ناورین ته سوله ییز حل پیدا کړي.

په دې کې شک نشته چې ایران او پاکستان به د افغان سولې پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي، خو که افغان وسله وال طالبان په دې برخه کې خپل ولس ته لومړیتوب ورکړي، د خدای اوامرو باندې اتکا وکړي آو د همسایه ګانو افغانستان ضد اجنډاوې نفي کړي، نو باور دی چې موږ به په خپلو منځونو کې داسې نتیجې او سولې ته ورسېږو چې د ټولنې هر فرد په خپله ټولنه کې خپل ځای بیا ومومي او هیوادوال مو د ارامۍ ساه واخلي.