طالبان: پاکستان دې د افغان مهاجرینو د شړلو په پلان له سره غور وکړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د غیرقانوني افغان مهاجرینو د ایستلو د پلان په اړه غبرګون ښودلی او ویلي دي، افغان مهاجرینو سره ددغه هیواد چلند ورته د منلو نه دی.

ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ اکتوبر څلورمه( تلې ۱۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې باید پاکستانی لوری په دې اړوند په خپل پلان باندې له سره غور وکړي.

ښاغلي مجاهد لیکلي:" په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره چلند د منلو نه دی. باید پاکستاني لوری په دې اړوند په خپل پلان باندې له سره غور وکړي. افغان مهاجرین د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري. تر څو پورې چې افغان مهاجرین پخپله خوښه او آرام سره له پاکستانه را وځي، ترهغو باید هغه هیواد زغم وکړي."

ددې دمخه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي و، چې وروستیو دوو اونیو کې پاکستاني پولیسو یو ځل بیا په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه کړې او د اوسیدانې د اسنادو لرونکو افغانانو په ګډون یې له زرو زیات کډوال نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.

دغه سفارت د سه شنبې د ورځې ناوخته اکتوبر درییمه( تلې ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه په څو پرله پسې پیغامونو کې ویلي، چې ددغو نیونو وروسته د پاکستان د پلازمینې په ګډون په څو ښارونو کې د څو تنو افغان کډوالو جسدونه، چې مړینې علتونه یې څرګند نه دي هم موندل شوي دي.

افغانستان سفارت ویلي:" په دې عملیاتو کې متاسفانه د ځورونو ترڅنګ د نامعلومو وژنو پیښې هم رامنځته شوي دي، د بېلګې په ډول افغان کډوال فریدالله ولد غلام جیلاني په اسلام آباد کې، امان الله ولد ټکر‏خان، ولي ولد شیر محمد د راولپنډۍ شمس کالونۍ کې او درویش ولد عتیق الله اډیاله جیل کې لومړی د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي، له څه مودې لادرکۍ وروسته یې جسدونه په روغتون او یا نورو ځایونو کې موندل شوي دي".

دغه سفارت ویلي، چې په تیرو دوو اونیوکې په اسلام آباد او شاوخوا سیمو کې چې اکثریت اسناد لرونکي افغان کډوال پکې میشت دي ‏د هغوی پر استوګنځایونو د ورځې او شپې له خوا عملیات ترسره کیږي چې تر دا مهاله زر تنه چې نیمایی یې د مهاجرت یا سفر اسناد هم لري د سي ټي ډي پولیسو لخوا نیول شوي دي.

همداشان دغه سفارت ویلي:" د اسلام اباد په باره کهو، ترنول، مهر آبادي، ګولړه شریف، شمس کالوني، سبزی منډۍ، شهزاد ټاون، کهنه پل، پیشاورموړ، E-11 ‏ او نورو سیمو کې د عملیاتو پرمهال څه کم زر تنه افغانان نیول شوي، چې له جملې یې ۴۸۵ تنه اسناد لرونکي وو".

په پاکستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې د دې ټولو پیښو په تړاو دغه د اسلام آباد چارواکي خبر کړي دي.

دا سفارت وايي، چې ‏د افغان کډوالو پر ضد دا ډول عملیات په سند ایالت خصوصاً کراچۍ ښار کې هم زور اخیستی چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمیر افغانان زندانونو ته اچول شوي دي.‏

‏دغه سفارت ویلي:" په اسلام آباد کې سفارت بیا هم د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي ترڅو د افغان کډوالو پر ضد د ځورونې روانه لړۍ ته چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغیزه کوي؛ ژر تر ژره د پای ټکی کیږدي".

‏پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت دغو ادعاو په اړه تراوسه غبرکون نه دی ښودلی. خو د پاکستان حکومت ټولو افغانانو ته چې په دغه هیواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي، د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړی چې بیرته افغانستان ته ستانه شي.

حکومت همدارنګه ویلي چې د دې نیټې پای ته رسیدو څخه وروسته به دا کسان په ډله ایزه توګه وشړل شي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ دا پلان سه شنبه اکټوبر درییمه (تلې۱۱) د کابینې لوړې کچې یوې غونډې کې منظور کړ چې نظامي او ملکي چارواکو پکې برخه اخیستې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي د دې غونډې څخه وروسته یو خبري کنفرانس ته وویل چې په دغه هیواد کې کډوال چې په غیر قانوني توګه ژوند کوي د نومبر تر لومړۍ نیټې باید پخپلې خوښې خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

هغه همدرانګه وویل که دا کډوال تر ټاکلې نیټې د پاکستان څخه ونه اوځي، "زمونږ د دولت ټولې د قانون تطبیق ادارې به د هغوي د شړلو لپاره چټک عملیات پیل کړي".

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا ونه ویل چې پدې هیواد کې څومره او د کومو هیوادونو کډوال میشت دي چې د اوسیدو لپاره قانوني اسناد نلري خو داسې اټکل کیږي چې هلته څه باندې ۱.۷ ملیون افغانان شته چې د اوسیدو لپاره قانوني اسناد نلري.

پاکستان همدارنګه پریکړه کړې چې د نومبر میاشتې څخه وروسته به افغانان دې هیواد ته یوازې په پاسپورټ او ویزې وکړی شي چې سفر وکړي.

تر دې وړاندې هغو قبایلو ته چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې پراته و، د تګ راتګ لپاره د څو لسیزو راپدیخوا ځانګړي جوازونه ورکول کیدل.

په پاکستان کې د غیر قانوني کډوالو پر ضد دا کمپاین پداسې حال کې پیل کیږي چې پدې تیرو څو میاشتو کې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ډیر شوي.

په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان د اکتوبر په دوییمه (تلې لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د پاکستان د پولیسو له خوا د افغان کډوالو په نیولو یو ځل بیا اندیښنه ښودلې او ویلي، چې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو سره د پولیسو چلند ته لازمه نړیواله پاملرنه نه ترسره کیږي.

دغه سازمان ویلي، چې په پاکستان کې میشت ډیر شمیر افغان کډوال په افغانستان کې د طالبانو له ویرې دغه هیواد ته کډه شوي او اوس هغوی په پاکستان کې د خپلسر نیولواو په بند کې د اچولو او دغه هیواد څخه د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو څخه مخکې، پاکستان ویل چې ۲.۷ میلیون افغانان په هغه هېواد کې ژوند کوي، چې ۱.۷ میلیون یې ثبت شوي دي او ۸۸۰۰زره نور یې، د کار او غریبۍ لپاره ورغلي افغانان دي.

د پاکستاني مقاماتو په خبره، له دې پرته نور ټول یې ناقانونه کډوال دي. د پاکستان د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ د اګست د میاشتې وروسته له ۶۰۰ زرو څخه زیات افغانان پاکستان ته کډه شوي دي.