افغاني ښځي به د مرستو کمیدو له امله ډیرې زیانمې شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


عتيق الله مطمئن

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان ویلې دي چې د دغه بنسټ د بودیجې په کمیدو سره په افغانستان کې اړمني ښځي تر ټولو ډیر زیان ویني.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان (WFP) نن دوشنبه د اکتوبر میاشتي پر دویمه نیټه پر ایکس پاڼه «پخواني ټویټر» خبر ورکړی دی چې د دې بنسټ د مالي سرچینو په کمښت سره به تر یو ميلیون ډیري افغاناني او ماشومان د خوراکي توکو له مرستو بې برخې شې.

(WFP) ویلي دي: «په افغانستان کې د مرستو کمیدو تر ټولو لوې لګښت ښځې ورکوي. تر یو میلیون ډیرې ښځي او ماشومان زموږ د بودیجې د کمښت له امله خوراکي مرستې نه شي ترلاسه کولای.»

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان مرستي داسې مهال کمیږي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهیسې د ډیرو ښځو پر کار کولو بندیز لګیدلی.

د بادغیس ولایت اوسیدونکې ۵۰ کلنه زرمینه چې د پنځو ماشومانو مور او خاوند ېې پخوا وفات شوې، واېې چې د جمهوریت پر وخت يې د بادغیس په ښاروالۍ کې دنده تر سره کوله خو کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول دنده ېې له لسه ورکړه او پر ځاې ېې یو نارینه مقرر شوی.

هغه وايي چې وروسته بیا د یوشمیر نړیوالو بنسټونو له خوا ورسره څه ناڅه مرستي کیدلې او له پخوا څخه سپمولي یو اندازه پیسې ېې د خپل کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو له پاره لګولې خو دا چې له څو میاشتو راهيسي د تیر په شان مرستي هم نشته او د کار کولو اجازه هم نه ورکول کیږې د سخت اقتصادي وضعیت سره مخ شوې هغې دويچه ويله ته وويل: «ما د بېکارۍ او بد اقتصادي وضعیت له امله له څه باندي څو میاشتو راهیسي د خپل کور ډیر وسایل خرڅ کړل حتې لور مې په ډیر کوچینوالي کې پر بنې ورکړل او تر دې وخته مي ځان او ماشومان پرې چلول خو اوس ډیري تنګ دستي اخیستي یم، اقتصادي حالت مو ډیر خراب شوې نه پوهیږم چې څه وکړم او دا یتیم ماشومان به څرنګه وچلوم.»

د خوړو نړیوال پروګرام د افغان میرمنو د راتلونکي اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې. همدې بنسټ ویلې ول چې سږکال به د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې ۴۰ ميلیونه وګړي له لوږي سره مخ وي چې یوه برخه به ېې افغانان وي.

د کارپوهانو له نظره د طالبانو له خوا د ښځو پر کارکولو بندیز به د ټولنې د دې قشر ژوند د لا ډیرو ستونزو سره مخ کړي یواځنۍ لار داده چې نړیواله ټولنه پر طالبانو فشار راوړي او دوی دې ته مجبوره کړي چې د ښځو د کار کولو پر وړاندي خنډونه پای ته ورسوي کنه د روان وضعیت دوام بدي پایلې لري.

د ټولنیزو چارو کار پوه اشرف سادات واېې: «په تیرو شلو کلونو کې ډیري افغان مېرمني د کورنیو د ډوډۍ پیداکولو جوګه وي، خو اوس چې له کارکولو منع او نړیوالې مرستي پرې کمي شوې نو دا وضعیت د یوه نامناسب راتلونکي ښکارندوي کوې،موږ هیله لرو چې نړیواله ټولنه د افغانانو په تیره بیا د هغه ښځو ژوندانه ته پاملرنه وکړي چې د محدودیتونو تر سیورې لاندي په سختو اقتصادي ستونزو کې را ګیر دي.»

د خوړو نړیوال سازمان ویلې دي چې د دوی د خوراکي مرستو کمښت به د دې لامل شې چې هغه کسان چې پخوا د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ وه ممکن له دې وروسته د خوراکي توکو نه خونديتوب په بيړنۍ کچه کې واقع شي.

د یادوني وړ ده چې ښځي چې د افغاني ټولني نیمه برخه جوړوي پر دې هیواد د طالبانو د واکمنیدو راهیسې ډیرو ېې خپلې دندي له لاسه ورکړې، کاري بندیزونه پرې وضع او په ټولنه کې یې رول تر ډیره بریده کمرنګه شوی دی.