طالبان وايي، پاکستاني پلاوي سره په امنیتي مسایلو او هغه هېواد کې افغان کډوالو سره د ناوړه چلند سربیره په ځینو نورو مسلو هم بحث شوی.د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو ځای ناستي وزیر مولوي امیرخان متقي افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني سره په کتنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي ستونزې باید ګډې جرګه ګۍ حل کړي.
ددغه وزارت یوې ویناپاڼې لیکلي: «د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې امنیتي مسایل دې د مشترکو کمیټو له لارې حل شي او لویې د عبور لارې دې د سیاسي او امنیتي ملحوظاتو له کبله نه تړل کیږي.»
ویناپاڼه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند حفیظ ضیا احمد تکل پر خپله ایکس پاڼه خپره کړې زیاتوي؛ په دې کتنه کې په هغه هېواد کې له افغان کډوالو سره په چلند، د تازه سبزیو او میوو صادراتو ته د اسانتیاوو برابرولو او د افغان سوادګرو د ټرانزیټ مالونو په اړه هراړخیزې خبرې شوي.
د افغان سوداګرو ترټولو ستره نېوکه داده چې افغانستان کې د تازه سبزیو او میوو موسم په رارسېدو سره سم د بیلابیلو پلمو له مخې د تورخم دروازه تړل کیږي چې له دې امله افغان سوداګرو ته هرکال درانه مالي زیانونه اوړي.طالبان وايي، پاکستاني پلاوي ورسره ژمنې کړي چې؛ «د سودګرۍ او ترانزیت او همدا راز د افغانستان او پاکستان تر منځ د عبور په ځایونو کې د رامنځته شوو مشکلاتو لپاره به د حل لارې راوباسي.»
د طالبانو خبرپاڼې زیاته کړې چې پاکستان به ډېر ژر افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو ورکولو لړۍ بیا پيل کړي.
کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر؛ طالبانو سره پر څه غږېدلی؟
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode