کابل کې پاکستانی پلاوی پر امنیتي او د افغان کډوالو پر مسالو غږېدلی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر یې ملا امیر خان متقي کابل کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره پر امنیتي مسلو خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد ضیا تکل ویلي، له پاکستاني پلاوي سره په وروستیو کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او د ډیورنډ پر کرښه د رامنځ ته شویو ستونزو په اړه هم خبرې شوې دي.

د ښاغلي دراني په مشرۍ دغه پلاوی پرون پنجشنبه کابل ته تللی دی.

دغه سفر داسې مهال شوی چې پاکستان کې د اورپکو د وروستیو بریدونو پر سر د تورونو پورې کولو له کبله د طالبانو او پاکستاني چارواکو اړيکي ښه نه دي.

پاکستان کې له تېرو دوو اونیو راهیسې د افغان کډوالو د نیولو بهیر په چټکۍ روان دی چې د فعالانو په وینا تر اوسه اته سوه افغان کډوال نیول شوي دي.

بل لوري ته په تورخم کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د تورخم لار د یوې اونۍ لپاره تړلې وه.

حافظ احمد ضیا تکل په یوه ټویټ کې ویلي،‌ ددغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني سره په لیدنه کې پر امنیتي مسلو سربېره، پاکستان کې د افغان کډوالو پر نیولو او د تګ راتګ پر لارو د جوړو شویو خنډونو د لرې کولو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست پاکستاني پلاوي ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ لویې عبوری لارې دې د سیاسي او امنیتي مسلو له کبله نه تړل کېږي او د ګډو کمېټو له لارې یې د امنیتي مسلو پر حل لارو ټینګار کړی دی.


ښاغلي متقي زیاته کړې چې افغانستان او پاکستان د دوو اسلامي ګاونډیو هېوادونو په توګه د یو بل خلاف د بیانونو له ورکولو ډډه وکړي او دا باید ددې سبب نه شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن زیات شي.

امیر خان متقي ټینګار کړی چې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په اړه د دوی د حکومت پالیسي د ښه نیت او اخلاص پر بنسټ ده او هېچا ته به اجازه نه ورکوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ روابط خراب کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویناند په وینا دواړو چې د ستونزو د حل په موخه ژر تر ژره اقدامات وکړي چې په راتلونکې کې ددغه ډول پېښو د رامنځ ته کېدو مخه ونیول شي.

ځینو پاکستاني رسنیو ویلي چې کابل ته ددغه پلاوي سفر د سفر موخه د دواړو لوریو ترمنځ د وروستیو امنیتي اندېښنو راکمول دي.

کابل ته د اصف دراني په مشرۍ د پلاوي سفر وروسته تر هغه کېږي چې پاکستان له څو میاشتو راهیسې پرله پسې ادعا کړې چې وسله والې ډلې په هغه هېواد کې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې ګټه اخلي.

په افغانستان کې د طالبانو له حاکمیت راهیسې پاکستاني څو وارې شکایت کړی چې د دوی د مخالفو وسله والو ډلو مشران په افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو تابیاوې کوي.

دا ادعا د طالبانو حکومت څو ځله په کلکه رد کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر افغانستان وانه چوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ یو بل پلاوي هم شاوخوا دوه میاشتې وړاندې کابل ته سفر کړی و او هلته یې د طالبانو حکومت له چارواکو سره خبرې کړې وې.