د قوش تېپې کانال په اړه د ازبکستان اندېښنې ته د طالبانو غبرګون: "د امو سیند حوزه کې له چا سره تړون نه لرو"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو حکومت کې د انرژۍ او اوبو وزير عبداللطيف منصور د قوش تېپې اوبو کانال جوړولو په اړه د ازبکستان د ولسمشر اندېښنې په ځواب کې ويلي، په "اوسنيو شرايطو کې د امو سيند په حوزه کې له هېچا سره تړون نه لرو."

تېره اوونۍ د ازبکستان ولسمشر د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې کانال د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ادعا یې کړې وه چې دغه کانال به د منځنۍ اسيا د اوبو وضعيت او انډول بدل کړي.

روسي رسنيو د شوکت مير ضيايف له قوله رپوټ ورکړی و،‌ چې د قوش تېپې کانال د ټولو اړخونو د راسپړلو لپاره يې د يوې ګډې کاري ډلې وړانديز هم کړی.

ښاغلي میرضیایف رانګه ویلي و، د قوش تیپې کانال جوړېدل مرکزي اسیا کې د اوبو تعادل کې بنسټیز بدلون رامنځته کوي.

ښاغلي منصور کابل کې خصوصي رسنۍ طلوع نيوز ته ويلي، په هغه صورت کې چې تړون نه وي، د سرغړونې په اړه د اندېښنې څرګندولو لپاره هېڅ دليل نشته، خو زیاته کړې يې ده چې حکومت يې چمتو دی د اندېښنو ختمېدو لپاره ګاونډيو هېوادونو سره خبرې وکړي.

وړاندې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ارال جهيل د ژغورنې صندوق د بنسټ ایښودونکو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ويلي وو، "افغانستان په فعاله توګه د دغه کانال په جوړولو بوخت دی، د دې کانال جوړول به په منځنۍ اسیا کې د اوبو وضعیت او توازن په بنسټیز ډول بدل کړي."

د ازبکستان ولسمشر د افغانستان په ګډون د یوې ګډې کاري‌ ډلې جوړول چې د امو پر سيند د قوش تېپې د کانال اغېزې وڅېړي اړين وګڼل.

میرضیایف ټینګار وکړ چې "د ګډو اوبو د سرچینو په اړه په سیمه ییزو خبرو کې د افغان استازو ګډون باید په پام کې ونیول شي."

تېر کال د طالبانو حکومت د قوش تیپې کانال د کیندلو چارې چې له امو سینده سرچینه اخلي پيل کړل.

دا کانال چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی او له ۱۰۰ مترو زيات پلنوالی لري، د افغانستان په شمال کې د اوبو د لېږد تر ټولو ستره پروژه ده چې د امو له سیند څخه د ۱۰ میلیارد متر مکعبه اوبو د لېږد ظرفیت لري.

طالب چارواکي وايي، د قوش تېپې کانال په جوړېدو سره به د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ۵۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.