پولنډ وايي اوکرایین ته نورې وسلې نه استوي،‌ دلیل یې څه دی؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د اوکرایین یوه له ډېرو نژدې ملګرو هېوادونو پولنډ ویلي، له دې وروسته خپل ګاونډي ته وسلې نه استوي. پولنډ دغه پرېکړه له کيېف سره د غلودانو په صارداتو کې له دیپلوماتېکې لانجې وروسته کړې ده.

د پولنډ لومړي وزیر متیوسیز موراوېکي ویلي، د دې پر ځای چې اوکرایین ته وسلې واستوي، د خپل ځان دفاع لپاره به په عصري وسلو د خپلو سرتېرو سمبالولو ته پام ډېر کړي.‌

پولنډ‌ له وړاندې اوکرایین ته د شوري اتحاد د زمانې ۳۲۰ ټانکونه او ۱۴ جیټ الوتکې استولې دي.‌

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکي ترینګلي‌ شوي‌ دي. د سې شنبې په ورځ، پولنډ په خپل هېواد کې د اوکرایین سفیر د ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي‌ د هغو څرګندونو په غبرګون کې ورغوښتی و چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته یې د وینا پرمهال کړې وې.

ښاغلي زېلېنسکي د اوکرایین پر غلودانو د پولنډ،‌ هنګري او سلواکیا له خوا په بندیز نېوکې کړې وې.

پولنډ د نوموړي څرګندونې بې ځایه بللې دي او ویلي دي، د جګړې له لومړۍ ورځې پولنډ د اوکرایین ملاتړ کړی دی.‌ له دغو تاویلو ماوېلو وروسته، دواړه هېوادونو د ارامۍ غږ کړی دی.‌‌

د پولنډ لومړي وزیر پرون چارشنبه له یوه خصوصي تلویزیون سره په مرکه ویلي،‌ "موږ له دې وروسته اوکرایین ته وسلې نه استوو، ځکه غواړو د پولنډ سرتیري په عصري وسایلو سمبال کړو."

د پولنډ لومړي وزیر متیوسیز موراوېکي ویلي، هېواد یې پر اوکرایین د "روسیې وحشیانه" یرغل د ماتولو لپاره د کیېف بشپړ ملاتړ کوي، خو وايي‌ له دې سره همغږی نه دی چې د پولنډ مارکیټونه د اوکرایین غلودانو په وارداتو بې ثبات شي.‌

د پولنډ د پوځي‌ وسایلو نژدې درېیمه برخه د ډېر زړښت له امله له کاره لوېدلې دي او وارسا هڅه کوي چې عصري غربي وسایلو یې بدل کړي.‌ پولنډ د همدغو زړو وسلو یوه برخه اوکرایین ته ورکوي.

د پولنډ‌ دولتي چارواکي وايي، اوکرایین ته د وسلو استول بشپړ نه بندېږي او هغه مهمات چې له پخوا یې پرېکړه شوې، کیېف ته استول کېږي.

پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته، په توره بحیره کې د غلودانو د صادرولو لار وتړل شوه. اوکرایین هڅه کوله بدیله لار یې پیدا کړي. له همدې امله د اوکرایین په پراخه کچه غله د منځنۍ اروپا هېوادونو ته صادرېدله.‌

اروپايي‌ ټولنې له همدې وجې پنځو اروپايي‌ هېوادونو بلغاریه،‌ هنګري،‌ پولنډ،‌ رومانیا او سلواکیا ته‌ په لنډمهالي‌ ډول د غلو په ور وړلو بندیز ولګاوه.‌ لامل یې دا بلل شوی چې په دغو هېوادونو کې د ځايي‌ بزګرو تولید لپاره بازار خوندي کړي او وېره یې دا وه چې د اوکرایین غلو په سیمه ییز مارکیټونو کې بیې راټیټې کړې دي.‌

اوکرایین د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو ډېر غنم تولیدوي. خو د روسیې له برید وروسته، دغه غله په سم ډول بهرنیو هېوادونو ته نه صادرېږي.

د سپیټمبر پر ۱۵مه، اروپايي‌ ټولنې دغه لنډمهالی بندیز ونه غځاوه. سره له دې چې د اروپايي‌ ټولنې کمیسیون ټینګار کاوه چې په لویو پرېکړو کې باید د دغې ټولنې هېوادونو په يوازې سر پرېکړې ونه کړي،‌ خو بیا هم هنګري، سلواکیا او پولنډ دغه بندیز پر خپل ځای وساته.

اوکرایین یې په غبرګونو د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته رسمي شکایت وکړ چې د دغو هېواد بندیز د دې سازمان د اصولو خلاف ګام دی.