محمد بن سلمان: سعودي له اسرائیل سره عادي اړیکو ته نژدې شوی؛ که ايران اتومي وسله ترلاسه کړي سعودي يې هم بايد ولري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ویلي هېواد یې له اسرائیل سره د عادي اړیکو پيلولو ته ورځ تر بلې نژدې کېږي او همدا ډول يې ټینګار کړی که ایران اټومي وسله تر لاسه کړي نو سعودي بايد هم د امنیت او ځواکونو د توازن لپاره دا وړ وسلې ولري.

د سعودي عرب له خوا د اسرائیلو په رسمیت پېژندلو او د عادي اړیکو د پیل په اړه له یو لړ رپوټونو وروسته دا لومړی ځل دی چې د سعودي عرب مشرتابه په دې موخه له خبرو پرده پورته کوي.

نوموړي د فاکس نیوز د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا فکر کوي سعودي عرب او اسرائیلو د دې خبرو پایله کې تر پخوا ډېر نژدې شوي؟ هغه په ځواب کې وویل، "هره ورځ موږ نزدې کيږو. ښکاري چې دا لومړی ځل دی چې واقعي او جدي خبرې کيږي. وبه ګورو چې څه کيږی."

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان وویل د فلسطین د مسلي حل له اسرائیلو سره د احتمالي روغې جوړې یوه مهمه برخه ده.

نوموړي وويل، "د ولسمشر بایډن ادارې له خوا دې موخې ته د رسېدو لپاره ځینې وړاندیزونه شوي دي. زموږ لپاره د فلسطین مسله ډېره مهمه ده. اړتیا ده چې دا برخه حل شي. تر اوسه خبرې ډېرې ښې روانې دي وبه ګورو چې چېرته رسېږي. موږ هیله لرو داسې یوې مرحلې ته ورسېږو چې د فلسطینیانو لپاره ژوند اسانه کړي. او اسرائیل منځني ختیځ کې د یوه اړخ په توګه خپل رول ولوبوي."

له نوموړي د ایرن سره د اړیکو او د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه هم پوښتنه وشوه، ښاغلي بن سلمان د دې پوښتنې په ځواب کې که ایران اټومي وسله تر لاسه کړي نو څه به کېږي؟ ده وویل، که کوم دولت اټومي وسله تر لاسه کړي نو د سعودي لپاره د اندېښنې وړ ده، خو ويې ويل دا "بده" ده. خو ټينګار یې وکړ چې که "ایران اټومي وسله تر لاسه کړي نو سعودي به هم د امنیت او د ځواکونو د توازن لپاره اړ وي اټومي وسله تر لاسه کړي. "

د محمد بن سلمان له دې څرګندونو سره هم مهال د اسرائیل لومړي وزير بنیامن نتنیاهو د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره کتلي. هغه د اټومي وسلې ته د ایران د لاس لنډولو برخه کې د امریکا هڅې ستایلې او هیله یې څرګنده کړې چې له سعودي عرب سره روغه جوړه وشي.

نوموړي ويلي، "ښاغلی ولسمشر زما له نظره ستاسې په مشرتابه کې ممکنه ده چې د اسرائیل او سعودي عرب ترمنځ تاریخي سوله وشي. فکر کوم چې دا روغه جوړه به له یوې خوا د عربو او اسرائیل ترمنځ شخړې هوارولو کې لویه ونډه ولري او له بلې خوا به د اسلامي نړۍ او یهودي دولت ترمنځ پخلاینه رامنځته کړي او د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ به هم سوله ټينګه کړي. "

که څه هم محمد بن سلمان له اسرائیلو سره د روغې جوړې لپاره د فلسطین مسلې هواري ته د یو شرط په توګه اشاره کړې، خو څارونکي وايي د اسرائیلو په رسمیت پېژندلو لپاره سعودي دوه نورې غوښتنې لري، چې هغه له امریکا د پرمختللو وسلو تر لاسه کول او سوله اييز اټومي پروګرام لرل دي.

خو بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال مهند توتنجي وايي اسرائیلو کې د سعودي اټومي هيلو ته د شک او اندېښنې په سترګه کتل کېږي.

نوموړی وايي، "اسرائیل منځني ختیځ کې د اټومي وسلو تر لاسه کولو لپاره له سیالۍ وېره لري، په ځانګړې توګه د سعودي د اټومي پروګرام په اړه اندېښنې لري. دا ځکه چې اسرائیل له امریکا سره له پخوا دې هوکړې ته رسېدلی چې منځني ختیځ کې باید په پوځي ډګر کې پر ټولو برلاسی وي. نو که سیمه کې کوم هېواد اټومي پروګرام پیلوي د اسرائیلو د پوځ لپاره له شک پرته د اندېښنې وړ خبره ده."

له سعودي وړاندې پنځو عربي هېوادونو اسرائیل دولت په رسمیت پېژندلي. اردن او مصر څو لسیزې وړاندې خو بحرین، متحده عربي اماراتو او مراکش شاوخوا درې کاله وړاندې د مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ واکمني له اسرائیلو بشپړې دپلوماتیکې اړیکې پیل کړې.

خو اسرائیل تمه لري چې له سعودي سره اړیکي به د نورې اسلامي او عربي نړۍ دروازې د دوی پرمخ پرانیزي.