تورخم کې د طالبانو کمیسار: "پاکستاني لوري خبرو کې پر افغانستان تېری ومانه" 'دا نده معلومه چې دروازه به کله خلاصېږي'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ تورخم لار په پنځمه پرلپسې ورځ هم بنده ده چې په ښکاره یې دواړو غاړو ته ګڼې ستونزې پیدا کړې دي.

په دې لړ کې د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي افغان او پاکستاني مسولین تورخم کې د تورخم خلاصېدو په موخه لاس په کار شوي او له نښتې وروسته یې په لومړي ځل له یوه بل سره له نژدې کتلي دي.

په دې خبرو کې د طالبانو په حکومت کې د تورخم کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب په مشرۍ یوه پلاوي ګډون کړی و.

طالبان وايي د دغې لیدنې موخه دا وه چې " دواړو خواوو ته د مسافرو او ټرانزيټ پر مخ لار پرانیستل شي."

د تورخم کمیسار د باختر دولتي اژانس ته ویلي "پاکستاني مسؤلینو له موږ سره د خبرو کولو وروسته وخت وغوښت، چې موږ د خپلو مشرانو سره تاسو اړونده خبرې شریکوو تر څو لار زر تر زره خلاصه او رامنځته شوې ستونزې ته پای ټکی کېږدو."