د امریکا نوې څارګره ارزونه: افغانستان کې طالبانو د داعش فعالیت "را ټیټ" کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا خبري اژانس سي‌اېن‌اېن د دوو جګپوړو امریکايي چارواکو له خولې ویلي، د امریکا د "نوې څارګرې ارزونې" له مخې،‌ په ډاګه شوې چې افغانستان او پاکستان کې د "القاعده" شبکې (بېرته فعالېدل لیرې خبره ده).‌

ددغې ارزونې پربنسټ، په افغانستان کې د "اسلامي دولت) نومې (داعش) ډلې پرضد د طالبانو پوځي عملیاتو د دغې ډلې د فعالیت کچه راټیټه کړې ده.‌

د سي‌اېن‌اېن خبري اژانس د رپوټ پر اساس،‌ د جمعې په ورځ ‌امریکايي چارواکو ددغې ارزونې په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل چې دا ارزونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه په ټوله کې "خوشبینانه انځور" وړاندې کوي.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ وروستیو کې له افغانستانه د وروستي امریکايي پوځي له وتلو وروسته او د طالبانو بیا واکمنېدو راپدېخوا په افغانستان کې د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په اړه بېلابېل رپوټونه ورکړل شوي دي.

شنونکي وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن اوس د ترهګرۍ پرضد مبارزې پر ځای پر چین او روسیې خپل تمرکز ډېر کړی دی.

په ورته وخت کې، د سي‌اېن‌اېن رپوټ یوه برخه کې د امریکايي چارواکو له قوله دا اندېښنه هم ښودل شوې ده چې د منځني ختیځ پر ځای سوېلي اسیا ته د امریکا پاملرنه ډېرول ښايي ددې لامل شي چې د بایډن اداره په سوریه او ځینو نورو هغو سیمو کې چې مهارول یې ګران دي، د "داعش" د فعالیت له کبله د رامنځ ته کېدونکي ګواښ مخه سمه ونه نیول شي.

رپوټ زیاتوي، "داعش" -خراسان ډلې چې افغانستان او پاکستان کې د فعالیت لپاره جوړه شوې وه، په افغانستان کې ځینې خونړي بریدونه کړي او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې لسګونه ولسي وګړي وژلي او ټپیان کړي چې دا کارونه یې د طالبانو د واکمنۍ کمزورې کولو ا د امنیت په اړه د خلکو د باور له منځه وړلو د یوې هڅه په توګه کړي دي.

داعش ډلې د ۲۰۲۱ اګسټ وروستیو کې د کابل هوايي ډګر په دروازه کې برید وکړ چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه کې یې د ۱۳ امریکايي عسکرو په ګډون ګڼ کسان ووژل.