د انسان مغز کې آبي رنګه ټکی د ساینسي څېړنو لپاره یو نوی او پراخ باب پرانیزي، ځکه چې دا د ډېرو مهمو دندو مسؤل دی، لکه زموږ د پام او خوب تنظیمول.
هر هغه څوک چې له بېخوبۍ ځورېږي، د دې حالت له امله د زغم له لاسه ورکولو او ناهیلۍ احساس ښه پېژني، ځکه چې انسان هڅه کوي د خپل ذهن څراغونه مړه کړي او دننه غږونه ارام کړي. هغه هیله لري چې کاش داسې تڼۍ یا ګولۍ وای چې دا ټول ذهني فعالیت یې سملاسي بندولی.
د ذهني چوپتیا لپاره د یوې تڼۍ تصور دومره ناممکن نه دی لکه څنګه چې ښکاري. د عصبي علومو ډېر پوهان نن دې پایلې ته رسېدلي چې زموږ بیداري د دوامدار بهیر یوه بڼه ده، چې د مغز یوه پېچلې شبکه یې همغږي کوي. د دې شبکې په مرکز کې د عصبي حجرو یوه کوچنۍ ډله شته، چې د "لوکاس کاولوریاس" په نوم یادیږي، دا د لاتیني ژبې کلمه ده چې د "آبي ټکی" معنی لري.
دا نوم د آبي ټکي عصبي حجرې په مستقیم ډول تشریح کوي، ځکه چې دا حجرې د یاقوتي رنګ له امله ځانګړي شوي، دا رنګ د یوه ځانګړي عصبي لېږدوونکي، یعنې نورایپینفرین (یا نورادرینالین) د ترشح له امله رامنځته کېږي. همدا راز، دا نوم موږ ته د آبي ټکی دنده هم را په ګوته کوي، ځکه چې نورایپینفرین زموږ فزیکي او ذهني هوښیارتیا کنټرولوي.
د اوږدې مودې لپاره، ساینسپوهانو ګومان کاوه چې آبي ټکی د خوب پر مهال غیرفعال وي، خو اوس دا څرګنده شوې چې دا هېڅکله هم په بشپړ ډول نه غلی کېږي. بلکې دا د ټیټې کچې وقفهییز فعالیت ته دوام ورکوي، چې ښايي زموږ ژور خوب تنظیم کړي. که موږ د دې بهیر لا ښه درک ترلاسه کړو، نو دا به له موږ سره د بېخوبۍ او د اضطراب له امله د خوب د ګډوډۍ په درملنه کې مرسته وکړي.
د مغز د میکانیزم سیستم
.
آبي ټکی د مغز په تنه کې د غاړې په شاتنۍ برخه کې مستقیما موقعیت لري او شاوخوا ۵۰ زره حجرې لري، چې دا د مرکزي عصبي سیستم د ۸۶ میلیاردو عصبي حجرو پرتله ډېر لږ شمېر دی.
فیلیکس فیک دازیر، چې د فرانسې د ملکې ماري انتوانېت او د هغې د مېړه پاچا لویس شپاړسم ډاکټر و، د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې د دې نقطې موجودیت لومړی ځل مشاهده کړ. خو دې نقطې د ډېرې مودې لپاره د چا پام ځان ته وانه ړاوه.
په هر حال، دا حالت په شلمه پېړۍ کې هغه مهال بدل شو، چې څرګنده شوه آبي ټکی د مغز په سیګنالونو کې مهم رول لري.
نورایپینفرین (نورادرینالین) د عصبي حجرو د برېښنايي سیګنال "خارجولو" احتمال زیاتوي. کله چې د آبي ټکي عصبي حجرې فعالې شي، دا هورمون یا عصبي لېږدوونکی د مغز نورو برخو ته استوي، چې دا کار په یادو برخو کې د عصبي حجرو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي.
په دې بهیر کې ځینې نازک توپیرونه شته، چې د مختلفو عصبي رسپټورونو (قبلوونکو) له مخې بدلون مومي. ځینې عصبي حجرې له لږ اندازې نورایپینفرین سره هم ډېر حساس وي، خو ځینې نورې حجرې یوازې د لوړو کچو په شتون کې غبرګون ښيي. دا معنا لري چې کله د آبي ټکی فعالیت لوړ شي، دا د مغز پر ځینو برخو تر نورو ډېر اغېز کوي، چې دا چاره بیا د تمرکز او خلاقیت په څېر مهمو پروسو لوی اغېز لرلی شي.
د عصبي علومو څېړونکې او لیکواله ميتو ستوروني په خپل کتاب "لویه وړتیا: خپل مغز ته وده ورکړئ چې د کار کولو طریقه بدله کړئ" کې آبي ټکی د مغز د "ګیر بکس" په توګه بیانوي، چې د مختلفو فعالیتونو لپاره مناسبې درجې لري.
لومړی ګیر: په آبي ټکی کې ډېر لږ فعالیت وي او د نورادرینالین کچه هم ټیټه وي. دا حالت زموږ پام تیت و پرک کوي او ذهن مو له یوې مفکورې بلې ته ځي.
دویم ګیر: د آبي ټکی فعالیت معتدل وي، چې کله ناکله د مهمو (تحریکوونکو) په ځواب کې لوړېدو ته رسېږي. د مغز د مخکیني تېر (prefrontal cortex) فعالیت، چې د فکر کولو او د ساه کنټرولولو لپاره کارېږي، په دې حالت کې د نورادرینالین پر وړاندې ډېره حساسه وي. دا د ذهني تمرکز لپاره تر ټولو غوره حالت دی.
درېیم ګیر: په آبي ټکي کې دوامداره لوړ فعالیت وي، چې د نورادرینالین لوړې کچې لامل ګرځي. دا بیا د مغز هغه برخې فعالوي، چې د "مقابلې یا تېښتې" حالت کنټرولوي، په داسې حال کې چې د مغز مخکینی تېر (prefrontal cortex) ورو- ورو بندېدو ته نژدې کېږي. په دې حالت کې، د عصبي حجرو ترمنځ اړیکې ډېرې تېزېږي او دا انسان ته خورا زیات حساسیت ورکوي، خو ستونزه دا ده چې ذهن اصلي معلومات له شاوخوا شور ماشوره نه شي جلا کولی. تمرکز ستونزمنېږي او انسان ځان ستړی احساسوي.
بېلابېل عوامل د آبي ټکی د فعالیت کچه ټاکي، چې یو له هغو د ورځې وخت دی. د آبي ټکي فعالیت د طبیعي ورځني ریتم (circadian rhythm) سره بدلون مومي. کله چې موږ له خوبه راویښېږو، دا کچه ټیټه وي، بیا د ورځې په اوږدو کې لوړېږي او د ماښام پر مهال بېرته ټیټېږي.
د شپې ویښ پاتېدل
.
د آبي ټکي د پام په کنټرول کې د رول له امله، منطقي ښکاري چې دا د شپې د خوب پر مهال آرام وي، خو دا په بشپړ ډول غیر فعال نه وي، بلکې له وقفې سره کار کوي. د سویس د لوزان پوهنتون څېړونکې انیتا لوتي خپلو څېړنو کې موندلې چې دا فعالیت زموږ د خوب کیفیت ټاکي.
د شپې په اوږدو کې، موږ د خوب له بېلابېلو پړاوونو تېرېږو. یو له دغو پړاوونو د چټکې سترګې خوځښت خوب (REM sleep) دی، چې د سترګو د حرکتونو له امله نومول شوی. دا پړاو د خوب له لیدو سره تړاو لري او باور کېږي چې د یادونو د پروسس او پیاوړتیا لپاره خورا مهم دی.
په هر حال، موږ د شپې ډېره برخه په داسې خوب تېروو چې د چټکې سترګې خوځښت نه لري (NREM sleep). پدې پړاو کې، مغز د ژور پاکوالي پروسه ترسره کوي او د حجرو هغه فاضله مواد له منځه وړي، چې که راټول شي، نو عصبي ګډوډۍ رامنځته کولی شي.
لوتي د ویدو موږکانو د مغزي فعالیت اندازه اخیستې او موندلې یې ده چې د چټکې سترګې خوځښت نه لرونکي خوب د آبي ټکي له موقتي فعالیت سره تړاو لري، چې هر ۵۰ ثانیې وروسته پیښېږي.
دا فعالیت د مغز د مهاد (Thalamus) برخې ته سیګنال استوي. مهاد د هګۍ په بڼه دوه ځایونه دي، چې د مغز په منځ کې موقعیت لري او د حواسو په پروسس کې مهم رول لري. د دې پایله دا وي، چې یو ژوندی موجود د شاوخوا چاپېریال حس کولای شي (لکه شور ماشور ته پام)، خو بیا هم په بشپړ ډول نه راویښېږي.
لوتي وايي: "دا د ویښتیا زیاتوالي یو حالت رامنځته کوي، موږ ته دا نظر راکوي چې ویښتیا په مغز کې تدریجي بڼه لري."
د هغې په باور، دا منظمې د ویښتیا لنډې دورې د احتمالي خطرونو لپاره اړینې دي، په ځانګړي ډول د طبیعت په وحشي چاپېریال کې "خوب ډېر مهم دی، خو باید داسې یو میکانیزم ورسره مل وي، چې د یوې ټاکلې کچې ویښتابه ته اجازه ورکړي، چې ژوندی موجود له خپل چاپېریال سره متقابل پاتې شي."
د چټکې سترګې خوځښت خوب پیل اکثره د آبي ټکی د فعالیت له ټیټېدو سره تړاو لري، چې دا ښيي دا سیمه د خوب د دې مرحلې په رامنځته کېدو کې مهم رول لري.
لوتي وايي: "د چټکې سترګې خوځښت خوب ته دا انتقال باید ډېر دقیق کنټرول شي، ځکه چې په دې پړاو کې زموږ عضلات ارامېږي." دا د بدن موقتي فلج دی، چې موږ له دې منع کوي له خپلو خوبونو سره فزیکي تعامل وکړو. هغې زیاته کړه، "په دې حالت کې موږ له چاپېریال بشپړ جلا کېږو."
لوتي خپلې تجربې پر موږکانو ترسره کړې، نو لا هم تایید ته اړتیا ده چې آیا آبي ټکی په انسانانو کې هم ورته رول لري. که داسې وي، نو ممکن د آبي ټکي بدلون د خوب د اختلالاتو لکه اندېښنې سره تړاو ولري.
هغې دا هم وموندله چې که موږکان له کمسارې فشار سره مخ شي (لکه د دوی د قفس ټکول)، د آبي ټکي فعالیت ډېرېږي، چې د دوی د شپې ویښتیا زیاتوي او دا د غوڅ غوڅ خوب لامل کېږي.
د ذهني ارامۍ ساتلو هڅې
د آبي ټکی د فعالیت درک کولو ځینې څېړونکي دې څېړلو ته هڅولي چې ایا د مغز بېلابېلې انګیزې د آبي ټکی ارامولو او د خوب ښه کولو لپاره ګټورې دي که نه.
د بېلګې په توګه، یوې ډلې ساینسپوهانو یوه ځانګړې غوږۍ (هیډفون) ازمویلې، چې عصبي سیمې ته یو کوچنی بریښنایي جریان لېږي. دا سیمه له آبي ټکی سره اړیکه لري او هدف یې د آبي ټکي د فعالیت لنډمهاله کمول دي. خو دا لا نه ده معلومه چې دا طریقه د بېخوبۍ مخه نیولی شي که نه.
له خوب مخکې د تلویزیون، تلیفونونو یا ټابلیټونو له چالانولو پرته، زموږ ذهنونو ته د ارام کولو اجازه ورکول د "صحي خوب عادت" ګڼل کېږي.
موږ هم د نیلي ټکي له حرکت ګټه اخیستلای شو، چې له بدن سره دوه اړخیزه اړیکه لري. نیلي ټکی د لا ارادي عصبي سیستم برخه ده، چې د غیر شعوري فزیولوژیکي فعالیتونو لکه تنفس، د زړه د دربېدو درجې او د وینې فشار کنټرولي.
عصبي سیستم په دوه برخو وېشل کېږي: د اعصابو صمیمي سیسټم چې د فشارونو پر وړاندې د ځواب ورکولو مسئول دی او د غیر صمیمي اعصابي یا پرازیمپیتاوي سیسټم چې بدن د ارامتیا لپاره چمتو کوي. داسې ښکاري چې موږ کولی شو هره برخه د فزیکي فعالیتونو مختلفو اندازو په واسطه فعاله کړو.
مثلاً، معتدل یا سخت فزیکي ورزشونه لکه مزل، منډه، سپورټ یا د بېړۍ چلول، د اعصابو صمیمي سیسټم تحریکوي چې د نیلي ټکي فعالیت تې کړي او زموږ پر دماغ زیات فشار راولي. که تاسو په سهار کې سست یاست او غواړئ چې بیدار شئ، دا یو ګټور شی دی، خو کله چې تاسو د ورځې له سختو فشارونو وروسته خپل دماغ آرامول غواړئ، نو دا ډېر کم ګټور دی.
شاید تاسو فکر کوئ چې فزیکي هڅه به تاسو ستړي کړي او د خوب کولو کې مرسته وکړي، خو برعکس، که تاسو د خوب ستونزې لرئ، نو پوه شئ چې د شپې په وروستیو ساعتونو کې جیم ته تلل یو بد فکر دی.
بله خوا، نرم تمرینونه لکه د استراحتی تمرینات کولی شي د غیر صمیمي اعصابي سیسټم فعالیت لا زیات کړي چې زموږ د فکرونو او احساساتو آرامولو کې مرسته کوي.
همدارنګه، د ساه اخیستو تمرینونه لکه پرانایاما چې د یوګا یوې زړې بڼې ته اشاره کوي، دا تخنیک د نفس کنټرول لپاره مختلف ډولونه او اوږدوالی لري".
"موږ کولی شو له دې مسلې په شپه کې د ارامۍ پر مهال ګټه واخلو.
ډېرې تجربې ښیي چې ذهني تمرین (مراقبه) کولی شي هغه وخت کم کړي چې موږ یې د ویده کېدو لپاره مصرفوو، او د معمولي بې خوبۍ ضد درملو سربېره زموږ د خوب کیفیت په عمومي توګه ښه کړي.
لنډا دا چې موږ داسې یوه فزیکي کیلي نه لرو چې کله غواړو زموږ ذهني فعالیت ودرول شي، خو د خپل ورځني روتین سمبالولو او د ذهن او بدن ترمنځ له اړیکې په ګټه اخیستل موږ ته د دې لپاره ډېره ښه موکه راکوي هغه ژوره ارامي ترلاسه کړو چې ورته اړتیا لرو."
څنګه په دماغ کې کوچني نیلي ټکي ستاسې خوب تنظیموي؟
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode