کړم که نه نکړمه

شعر په شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

انجنیرعبدالصبورساپی

ستا ښاېسته رخسار یاد کړم که نکړمه

په خیالونودې زړه ښاد کړم که نکړمه

نارام زړګی مې ترسهاره په ترپا وي

ته ووای چیغه فریاد کړم که نکړمه

نازک زړګی ستا زلفو خم کې شوبسمل

ګیله له زَور د تا صیادکړم که نکړمه

ښکلی مخ وسمین قامت دې نصیب نشو

ستا پښو خاورې په سر باد کړم که نکړمه

عشق ستا مهرستا وهجرستا زمامنظوردی

قهرستا غصب ستا زه یاد کرم که نکړمه

پرسر وهم تل  زه تیشه  ستا د ستم

خپل ځان برابر د فرهاد کړم که نکړمه

 

ژباړه: ښائي شعر د فاضل کابلي وي

  رُخ زیبای تورا یاد کنم یا نکنم

به خیالت دلِ خود شاد کنم یا نکنم