سید عبید الله نادر
خیالي خیالي ګــلونه ،له دې چمــنه ځــــــیني ووځي
ته به وایــي چې هوســۍ دي ، له ختنه ځیني ووځي
کارغــان نیــــسي ځــــایونه، د ګــلونو ،په چمن کې
د مستو ترانو مرغان ،له ګلــــشنه ځـــــیني ووځــي
د خیرن ضمیر باطن مخلوق ،په سپینو جامو بریښي
خو آرام او قـــرار وینم ، له وطـــــــنه ځیني ووځي
هغــه روح د معنویاتو ، چــې یي عرش ته رســـولو
اوس په خپلو ســترګو وینو،له بدنه ځــــــیني ووځي
مړي هم په هــدیرو کې ، په ګــورو کې آرام نه دي
د وطن په حــــــال غمجن دي ،له کفنه ځیني ووځي
رَم ســرشته غزالانــو،د وحــشت ویره احساس کړه
له زرغون ورشـــو نه تښتي ، له دمنه ځیني ووځي
چــې یــې زړونه ول بیداره ، بلبلانو په نــــــوا کې
په زړه پوی صاحبدلان ،له باغ و بڼه ځــیني ووځي
نور د صــبر طاقت نشــته ، مسیحا زمونږ د رنځه!
روح مو ډیر دی ناقراره ،اوس له تنه ځـیني ووځي