سید عبید الله نادر
د ښــکلا ګانو دې وطــــــــــن کې ، نندارې وینمه
د بلــــــــــــــبلانو په هر لـــــــوري ، ترانۍ وینمه
بیا به زرغون شي ، په اورونو ســوځـــیدلی وطن
د ســـوکالۍ په دې چمــن کې ، نښــــانې ویـــــنمه
د تـــیرو شــوو زمــانــــــــو ، راته نکـــلونه وایي
دې ویرانو کې هیري شـــــــوي ، افســــاني وینمه
خدای خبر بیا دې، په وعدو کې څه بدلون راغلی؟
چې د راتلو دې ، په سلـــګونو ، بهــــــــانۍ وینمه
بیګا دې بیـــا ، د هوســــونو شـــــوګیری کړی ده
چې نن دې ســـترګي ، لـکه ډکي پیــــــماني وینمه
د تور ضـــــمیرو کــــوردلانو، ناپـــــوهی د لاسه
د معــــــــرفت د غــــاړي هار، دانۍ دانۍ ویــنمه
منم چې یو ورځ به سر تاج شې ، د دنیا وطـــــنه!
زه حقیقت کې دغـــه ښـــــکلي ، زمانې ، وینـــــمه