که خندا او که ژړا ده ټول له ما دهکه دنیا خوږه ، ترخه ده هم له ما دهچېرته مینه او رښتیا د زړه صفا دهیا خوره د قهر څپه، دا هم له ما ده
زما ضدین
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode
په باور او ډاډ که ټينګ مو شوې اړیکې
ماتېدل ددې اړیکو هم له ما ده
د ارمان غوټۍ به ګل زموږ له کر شي
د ډار غم لوخړه پورته هم له ما ده
پټ په ما کې د ښو بدو مجموعه ده
د شیطان او پرښتې ځلا له ما ده
زه په تګ او خپل راتګ باندې پوه نه شوم
دا چې جوړ او یا ویجاړ دنیا له ما ده