اتلان په خپلو وینو کشې لمبیږي
وطنپال سړۍ له مرګه نه ویریږي
سر یې ایښی وي په لاس کشې پرمخ دانګي
د لوړ هیلې بریالۍ کله تم کیږي
د لحد په تنهایی کشې به یې لولم
د شاعر دغه وینا مې نه هیریږي
(هغه ځوان چې د وطن په درد سوځیږي
که سل ځله په مخ لویږي پورته کیږي
ما ترې سل ځله قربان او صدقه کړې
چې د مرګ په پوله ناست وي لاخوځیږي)
بې ننګي دی خدای د چا په برخه نه کړی
چی ژوندۍ وي او له مَړو به شرمیږي
عزیزی غزنوی
تورنتو/کانادا