سید عبیدالله نادر
خپلو ګټو کې دي ویـــــنو ،چــې تر ټــــولو زورَ ور یې
د دردمـــــنو په زړګي کــــــې ، ته یو داغِ مــــکرر یې
و هیــڅ چا ته دي تر اوســـه ، یو هنر هــم ښـــکاره نشو
مونږ دي وینو، چې له ځــایه، ته بی علــم او بی هنر یې
د حالاتو اندیښــنو ، زمــونږ دردمـن خلـــک زهیر کړل
ته تل اخـــته په خپل غــم کې د فیشن ، کف او کالر یې
په ظاهره چې دې وینو، خو یوځان درباندی ګـــران دی
نور د ټول عـــالم له غمــــه ،او له حــــــاله بی خبر یې
جلوې دي هرې خــــوا دي ، په هر شیـــــبه لکه د ښځو
نه پوهـــــیږم حقیقت کې ، چې ته ښــــــځه او که نر یې
اداګـــــانو دي هر واری مـــونږ دردمــــن دي ، ژړولي
د دردمنو وطــــــــــــنپالو، په زړګي لکـــه شــــــرر یې
د دریځ وعــــــدې د ټـــــــولي، را وخــــــتې په درواغو
هیڅ کار، نه درنه جـــــوړیږي ، ته یوهسی لـــــنډغر یې
سیاست دانو په ټولي کې ، تا هسی ځـــــان ځـــای کړی
په حقــــیقت کــــــې ته نه پوه، نه عـــالم ، نه مــنوَر یې
د ښــــــــه رهبر دي نښـــــاني ،خلـکو له حاله خـــبریدل
خو ته په دواړو سترګو ړوند، په غوږو کوڼ،کور او کَر یې
د قدرت و تصـــــاحب ته، ســــــــتا چــــــغی د رنډۍ وي
د عمل پر ځـــــای کم بخــــــته ، بی تدبـــــیره بی اثر یې
که عالم دلته اورونو کې سوځـــــیږي ، پروا دي نشــــــته
خو چې ته یې تل خوشــــــــحاله ،ته به دي یقــین باوریې
د ماشـــوم په څیر دي وینو، چې خـــوی دي د ضدیت دی
کله ځــــــان سره پخـــــلا، کـــــــله له ځـــــــانه مرور یې
ځــــان دی وګــــوره باطن ، او د ضـــــــمیر په آیینې کې
که واقعی انســـــــان په شـــــان اهلِ لید اود بصــــــــَر یې
زه لـــــویی او له غروره دي ، فقط دومــــــره پوهـــــــیږم
چې ته ، نه اهـــــل د بصـــیرت، او نه صــــاحب نظر یې