د پسرلي وږمې راځي وطن له غرونه
غوړوي چمن د زړه مې ژړ ګلونه
لکه ګل هر خوا تازه سپېره چمن کړه
په وږمو دې عطراني کړه مړاوي غرونه
د ګلونو له جام مست تږی بورا که
څو د مينې له خم ډک مو شي فکرونه
وچې دښتې رنګینه ښکلې ښایسته شي
د بلبل له عشقه جوړ کړه سرودونه
د غمونو ډک دنیا کې قرار نشته
وخته راشه یوسه خپل ترخه غمونه
چې دې هیلې آرزوګانې ټول پوره شي
له خیالو او له وهمو پاک کړه فکرونه
لکه ګل د غوټۍ زړه نه را بهر شه
ګټه واخله د پسرلي له دې جادو نه
زړه له سوزه د شپونکي شپېلۍ غږېږي
لکه ما په زړه لري ټپي دردونه
لکه شمه اوس یوازې ځانته ژاړه
چې سېځل دې پتنګان په سره اورونه
دا د علم عجایب، تابع دنیا کړي
چا لیدلي جهالت کې اقبالونه
لږ د پوهې له خم ډک کړه خپل جامونه
څو را ووځې د تیارو او ظلمتونه