شاعر : سمیع الدین افغ
په میړانه ئې سپرکړې خپل سینه ده
نن خوره په وطن بیا د غم څپه ده
د غلیم سره په محامخ جګړه کي
د شهید د سر ښندنو حماسه ده
دردونکې جنازه د ځوان اتل ده
د وطن په پوله جوړه کارنامه ده
انتقام یې نن د هر یو افغان فرض دی
دا مو عهد دا مو پیمان دا مو وعده ده
نن دونیا او نړیوال پرې ښه پوهیږي
چې دا چا ده خوره کړې دا فتنه ده؟
د دونیا په هره سیمه چې وحشت دی
د ورانکارو ، دهشتګرو دسیسه ده
ربه ته د زور واکانو زور زاوال کړې
چا چې کړې د بل چا په حق سلطه ده
راځۍ ورونو چې یوموټی یو قوت شو
چې خلاصون ته د یووالي لار کره ده
————————
۵ - ۹ - ۲۰۲۰
م ۰ کال