له کوڅې راځي د چا د پښو غږونهپوه پرې نه يم څوک را لېږي پيغامونهپه دې پوه يم بيا ته نه راځې دېخواتهتا هېر کړي پخواني واړه لوظونه
دا څوک دى
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode
زړه مې درزي چې دا څوک په لار روان دى
هر قدم يې لړزوي د زړه برجونه
نابللى را روان دى نه درېږي
د زړه کور ته کوم مېلمه ږدي قدمونه
ستا يادونه په ورو ورو وځې له زړه مې
بيا دا څوک دى استوي نوي دردونه
د ساعت ستن پر دېوال پر چولېدو ده
بيا پر سترګو پرېشانۍ وهي موجونه