سید عبیدالله نادر
چي لیرې شي له مخي وریځــــــي د جهالت
وړانګي پریوځي ، په هرې لورې د معرفت
د پو هنـــــي ډیوه ، په هره خواشــي ،بلــــه
له تپو تیـــــــارو څخـــــه، راووځي دا ملت
هلته بیا چي د لوړو غرونو په ســـــرو شي
د ورورئ ، انصـاف و عدالت بیرغ اوچت
خـــو رسیدو ته ددي لوړ، آرمـــــان د پاره
ضرورت زمونږهیواد ته دی، ملي وحدت
Bottom of Form
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د وینا هنر
د خبرو دی، مثال لـــــــــــــــکه ګوهر
چی پو هیږی یي په قدر ، ســــــــخنور
د سنجش مـــــهار به ورنکړي له لاسه
هغه څوک چي د وینــــــــــــا لري هنر
در ګوهر به یي ، د خولي څخه بهیږي
مبتذل به ترې یو حرف نه شي بـــــهر
چي د عـــــــــلم په زیور نه ،وی سمبال
هر مـــحفل کې به یي کلام وي ، بی اثر
د علم سره مینه
زه د عــلم پــــــه ډیوه یــــــــم، پروانه
سر می کړی ، په دي لار کـــې نذرانه
له ازله می، قســـــــــــمت، په معرفت وو
ځکـــــه یمـــــــــــه په دنــــیا کې ، فرزانه
د وحدت شراب د عــلم ســـــــــــاقی راکړه
په یو ګوټ یي یم ، تر اوســـــــــــه مستانه
نشتــــه لوی ګــــوهر تر غلم و معرفت نه
ځکـــه بولي ، هوښیـــــــــــاران یي خزانه
څــــوک چی نه لري ، د علـــــم سره مینه
تر هـــغي به چـــــــــیري نه وي ، دیوانه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
وطــــــــــنه
ځـــکه بربادیي ، چي غمــخوار نه لرې
وطــــنه ځـــار دي شم هوښیـار نه لرې
په خوب پراته دي د غفلت ، ستا بچیان
درنه لوګــــــی شم چـــي بیدار نه لرې
وچ چمــــنونه ، او بـــاغونه دي ســــتا
خپل سمـسورتیا ته دي، مــالیار نه لرې
ټول په غمو کې ، دغلیم شــــو شریک
چی ستا په غم کـــې وي بیمار نه لرې
ستــــا بربادۍ ته دي مــلاټړ بی دردان
خــپل آبادۍ ته ، یو معمـــــــار ،نه لرې
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
لا تر اوسه نه پږ هیږم
په ټول عمر په خپل حال باندی ژړیږم
لکه شمـــع په څیر، سوزیږم،او ویلیږم
که هر څومره غزوم ، تنــــــــاب د فــکر
په معـــــنی کـــي د ذرې هم نه رســــیږم
جها لت یم ، د غفلت په خوب ډوب کړی
چي معنی ، له دي عـــــالمه ، نه خبریږم
عاجزۍ قصـــــور چي وینمه په ځان کی
سمندر د اند یښـــــنو کــــې ، لاهو کیږم
سل افسوس زما په حال باندی په کار دی
عمر تیر شـــو لا تر اوســــه ، نه پوهیږم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
کال ۱۳۷۳هجری شمسي د عیسوی کال ۱۹۹۴پیښاور
خوږمن وطنه!
عمـــر برباد په اندیښنو شــــو
زړګۍ سوری ستا له دردو شو
له غمه هومره په سلــګو شوم
چې می صـــورت د لیونو شو
طالع می نه رســـی ، فریاد ته
د اقبـــــال لــمر په ډوبیدو شو
وطنه! ســــــــتا په انتظار کې
د صبر جــام په تویـــــیدو شو
د ځوانیمرګ هــــــجر له غمه
تناب د عمر په شـــــــلیدو شو