سید عبیدالله نادر
بی خودۍ کې می خبر ، له خــپله ځـــان کړې
فصـــاحت راته په برخــــــــــــه ، د بیان کړې
چې د زړه په ســـــترګو، ووینم اســــــــــــرار
آئینې ته می د زړه ، هـــر څـــــه عـیان کـړې
تجـــلی د معرفت چـــې ، په کــــــې ویـــــــنم
په حکمـت کې داسي زړه ، راته روښان کړې
چې په زړه کې یې ، دټول جـــــهان وي مـینه
داســــي لوړه مرتبه، د هر انســــــــــان کړې
چې په سپینو جامــو پټ او زړه یــې تور وي
را نه لیري له نظــــره ، دا دیــــوان کـــــړې
چې جـــاري په کې ، تل ســتا وي صـــفتونه
داســي ژبه په ثنا ، راته ګـــــویان کـــــــړې
سید عبیدالله نادر
۱۳۷۶کال پیښاور
تناب د زړه هم په شـــلیدو شو ، ته به کله راځې
انتـــــظار لمر په ډوبید شــــو ، ته به کله راځې
له لالـــــــــهنده ژونده سا شوله تر ستونی سپره
فروغ د ژوند په ختـــمیدو شو ، ته به کله راځې
ناامیدی غوغــا شوه ګډه ،په کوڅـــــو د زړونو
د امیـــــــــد غر په ویلیدو شــو، ته به کله راځې
په وطــــــــنپالو با احســـاسو زړونو اور بلیږي
فرزانه ګان په سره لمـــبو شو ، ته به کله راځې
قطرې د او ښـــــکو د هر چا دي په بڼو ولاړې
هره قطره په غورځـــیدو شــو ، ته به کله راځې
د انتظار سترګي مـو ځیر دي ستاراتلو ته په لار
د ستر ګو نور په ورکیدو شـــو، ته به کله راځې
په غمو شین زړګئ کوو به ، مونږه سـتا انتظار
زړه د هر چا په خوړنیدو شو ، ته به کله راځې
پردي وطن کي له ، غمـه کــوو د مرګ انتطار
د مسافر مرګ په راتلــــو شو ، ته به کله راځې