بغیر له تانه، زه خپل دین او خپل ایمان لرمه
لکه سپوږمۍ زه داسې ښکلی یو جانان لرمه
په دې بند نه یم چې ته کوم اسمان ته فکر کوې
زه په جونگړه کې روڼ ستوری د اسمان لرمه خوشال په هغه یم چې لاس مې ورته ورسیږي
ځکه د خټو گټو کور کې ژوند اسان لرمهد بهشت حورې طهورا شراب دې ستا وي ملا
زه د انگړ خوا کې ډک خم او سره گلان لرمهته د تزویر او د ریا له پاره حج ته لاړ شه
زه د غریب اولس د ښه ژوندون ارمان لرمهمخلوق لوگی شو اې نصرته د ادیانو جنگ کې
زه غیر له دینه انسانیت سره پیمان لرمه۱۴.۰۱.۲۰۲۰
وایله
دنمارک
د خټو گټو کور
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode