راشـه ای نـاصـحه لــه مـسـتـانو سـره مــل شـه
یا د خدای څراغ شه په دې توره شپه کې بل شهخـوښ یـم لـه ساقي سـره، سپیڅلې مـیـکـده کې
تـه هـم دلـتـه راشـه، زما د زړه د کعبې پـل شه نـور د خـدای ځلېږي پـه هـر لوري د دونیا کې
نـور پـه زړه کې سـاتـه، د رڼـو لارو مـزل شهمــه تـویـوه ویـنـې، تـجـارت د ویـنـې پــرېــږده
لاس لـه ویـنـو ساته، د زخمي زړونو درمل شهوگــوره نـصـرتـه، قــافــلـه د ژونــد تـېـرېــږي
مـخـکـې لــه خـزانـه د بـهـار د بــڼ غــزل شــه۱۹ جنوری ۲۰۲۰
وایله
دنمارک
غزل
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode