دغه څوک دی چې يې عقل وړی موږ نه
سپین سحر او سباوون يې وړی موږ نه
ټول ډيوې يې زموږ مړې کړې توره شپه کې
چا کړو کندې ته ګوزار توره تیاره کې
چا د ګلو واک ورکړی دی اغزو ته
چا کړو خوشې د خزان سپېرو بادو ته
بیا کوم غم نن د غاټول په زړه ګي پروت دی
مړاوې شوې هر غوټۍ يې سرته پروت دی
چې خوښي مو د ماشوم له شونډو رېبي
د افغان دښمن افغان په افغان رېبي
قجیران يې په ګلشن زموږ واکمن کړل
د مردارو په خوړو يې ټول پمن کړل
سرداران د خوار اولس مو قاتلان شول
عقابان مو د کارغانو نوکران شولa
غلیمان زموږ دردو ته خوشحالي کړي
قاتلان زموږ د غوښو قصابي کړي
څوک مو تن او څوک مو روح وژني لګیا دي
څوک مو پت او څوک عزت په لوټ لګیا دي
چې پرون د یو مړۍ يې ګدايي کړه
د خیرات په هر محل يې آشنايي کړه
نن خاوند د ښکلو حورو په دنیا شو
هم غلام د شنو نوټونو بې حیا شو
ځئ چې ورکې دا تیارې کړو له وطن خپل
ورک د شر دا سلسلې کړو له وطن خپل
چې له عقل او له پوهې بې خبر وي
چې لوی شوی په تیارو کې بې خبر وي
چې يې زړونه د تعصب په اور سوزېږي
چې يې عقل د کينو په تاو رژېږي
تل به دلته دا اورونه او ماتم وي
هره ورځ د مرګ او ژوبلې دغه غم وي
یوه لار ده له دې غمه خلاصېدی شو
د غلیم له تور دامو آزادېدی شو
د نفاق له تور جالو نه که ځان خلاص کړو
جهالت او تور فکرو نه که ځان خلاص کړو