میرویس نجیبي
اوس مې شو په خیال له مانه هیره وه
ستا جفا یو کال له مانه هیره وه
راشه چې مننه درنه وکړمه
شپه دې د وصال له مانه هیره وه
بیا مې زړه ته راغلې زړه مې درکړلو
دا می د زړه حال له مانه هیره وه
زړنونه د افغان زلمو د کاڼو وې
ته خو لرې شال له مانه هیره وه
بیا مې بې اسرې چیرته کې پرې نه دې
ډير لرم وبال له مانه هیره وه
ګرانۍ په وعدو دې مودې واووښتې
مه ورکوه ټال له مانه هیروه
همدومره به میرویس لره کافي وه
ستا مینه مثقال له مانه هیره وه