د رڼا په لور

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
پردې ځمکه باور نشته چې تر څو ده
ماته شوې پوقانه سر د اوبو ده
ولې داسې يې بېغم او بې خبره
مست توفان د سمندر په پاڅېدو ده

 

جادوګر د هسک له نوم کوډ او جادو کړي
دوی خوړلې دا دنیا په منترو ده
دا کوټګر سبا بېګا سحر او جادوکړي
د جاهل خونه تل وران په دې قصو ده 
په وچ ډاک د اوبو ولې ته لټون کړې
جل وهلو ته سراب د تېروتو ده
له دام تښتي چې مرغه موړ او هوښیار وي
په نس وږي او نادان د ښکارېدو ده
شنه خالونه ورته زړه وران ویجاړ کړي
د هوس په کشتې ناست په ډوبېدو ده
څه ویده يې دا وختونه ژر تېريږي
شې ستومان چې دغه لار د اوږدېدو ده
څو کوی شې د ژوند څاه نه اوبه باسه
د ځوانۍ ځواک او شيمه په ختمېدو ده 
د اوبو په شان تېرئږي میاشت کلونه
دا شنه څانګه په خزان د رژېدو ده
د غفلت په خوب ویده شپونکیه وېښ شه
ستا رمه نن د لېوانو د مېلو ده
هغه لاره چې لارښودونه يې شیطان کړي
دغه لار د سور دوزخ د رسېدو ده 
له ډاکوانو ولې هيله د انصاف کړي
اوچت کړي دوی ماڼۍ له ستمو ده
که غښتلی نه کړې ځان  په علم او پوهه
شې به خوار  چې دا تیاره په زیاتېدو ده
چې په هر ظلم او ستم پټوې سترګې
لاس او پښې دې سبا بند په هټکړو ده
په تورتم کې د دېوانو  حکومت وي
ډيوې بل کړئ چې تیاره په زیاتېدو ده 
رڼا مه وژنه چې لار دې پر ګړنګ ده
بې رڼا خطره د ژوند ختمېدو ده
چې يې نه لولې کتاب خوشې کاغذ دی
بې له زده کړې ستا سبا په تورتمو ده 
ځواني وخت د هڅو هاند دی له خوب ويښ شه
په اخر ژوند دا توښه د کارېدو ده
د هر زور د پاسه زور شته خبر اوسه
د ستم ماڼې اخر په ړنګېدو ده
په ها لار چې ډيوه نه وي سفر مه کړه
تورو وريځو کې سپوږمۍ په ورکېدو ده
که لمر نه وي دنیا توره او تیاره ده
بې له پوهې ستا دنیا په سړېدو ده
که تر لاسه پلوشې د علم نه کړې
ستا سبا او بل سبا  د ژړېدو ده
چې باران او چې د لمر تودوخه نه وي
ستا د ژوند کرونده ژر په وچېدو ده

 

عبدالملک پرهیز