تصویر

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

میرویس نجیبي 

دا مې د دلبر تصویر
ګورم یی اکثر تصویر 
نور به چاته نه ګورم
نه چې شي خبر تصویر


تا سره می نه لګي 
ډير کوي اثر تصویر 
تا به سترګې ښکته کړې
نیغ کوي نظر تصویر 
نه غواړم ویده شمه
ګورم تر سحر تصویر 
سمه راته ودریږه
اخلم برابر تصویر 
تا باندې مین شومه
کیمیښود په غر تصویر 
نور یی میرویس نه وایی
خپل لري هنر تصویر