شپه اوږده ده
د کلا په مینځ کې شور دی
بس د پلار او د بچیو تر مینځه جنګ دی
د زاړه بابا له ډډه ؛
غیرتي بچیان! ځېلۍ دي
څوک یې ګوتې نوکان پرې کړي
څوک یې پلې هډونه باسي
پلار ځولۍ، ځولۍ لویدلی
د زړې ځمکې د خاورې پر ویرغالو
بر د هسک د شینکي ډنډ
تر غاړو، غاړو
ستوري ژاړي، سپوږمۍ ژاړي
د ژړاوو ترنم یې
د کروزونو هوراګانو
د سړو بادو پر تاندو څپو راشي
د بابا اواز تر لېرې، لېرې راوړي
ساندې، ساندې، زمزمې شي،
د سارا، سارا چوپتیاوو
پر لمنه
نور مې کاڼو باندې مه وله بچیه
زه ستا پلار یمه
ستومان افغانستان یم
۲۰۱۵-۹-۱۱
کابل