ګیله من وزیره

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


سید عبید الله نادر

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تکړه غړي او حماسی شاعراو ادیب قدرمن ګیله من وزیر ته !
           
ته دښمن ته ســور انـــګار یې ګــــــیله منه
د دردمن زړونـــو قـــــــرار یې ګــــیله منه
د وطن په میـــــــنه مســـت یې بی پروا یې
ظــــالمـــانـــو ته، آزار یـې ګــــــــیله مــنه
شــهامت په ځـای کې تل ، سر قــــافلې یې
ته زړور علمـــــــــبردار یې، ګـــــــیله منه
د ښـــــــــکلا په باغ وبڼ کې د زړه ســـره
ته وږمه د روڼ ســــهار یې ، ګـــــــیله منه
دښــمنانو ســـازشـــــــونه دي، رســوا کړل
دسیـــــــسو ته یې ، بــیدار یې ګـــــــیله منه
چې دښــــــــمن چیرته سومبۍ وي ښورولي
ته یې لـــــــه رازه خـــبر دار یې ګـــیله منه
ځکه تا نه د دښمن،  ســـترګه ســــــــوزیږي
چې دښــــمن د ســـــترګو خار یې، ګیله منه
د دښـــمن زړه کې، اورونه تا ګــــــــډ کړي
د سر کار په زړه کې ډار یې ، ګـــــــیله منه
چې د حق په ځای کې چپه خوله دوی ناست وي
له هــغو خلــــــــکو بیزار یې ، ګـــــــیله منه
په میدان د شـــــهامت کې ، تا درس پریښود
د نهـــضت عظــــیم سالار یې ، ګـــیله مـــــنه
نادانان تل، د غلـــــــــیم مــرســـــته کـــــوینه
دا ته ځکه، دلــــــــته خوار یې ، ګــــــیله منه
هم د بـــــــــزم او مـــــیړانې په مـــــیدان کې
یو عظیــــــــمه شهـــــســوار یې ګــــیله منه
څومره پروت په تا کې شور د ځبلواکۍ دی
ځکه تل ، خــــمار خمـــار یې ګـــــــیله منه
مونږ دي ویـــنو د وطن په درد و غــــم کې
چې بســـــــتر کې نا قــــرار یې ګـــــیله منه
که څه وشـــو که زخمی پروت یې بستر کې
ته د لر او بر ســـــــردار یې ګـــــــیله مــنه
خدای دي روغ کړه د دردمــــــنو د زړه سره
ته زینـــت د دي دیــــــــــــار یې ګـــیله منه
خــپــــل یارانــــــو ته په مینه محـــــبت کې
لـــکه وریــــځ د نو بهـــــــار یې ،ګـیله منه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د پاکستان د پوځ او پوخیانو له خوا پر ګیله من وزیر قاتلانه حمله لکه څرنګه چې په غوڅ اکثریت ټولو وغندله او شدید غبرګون یې ښکاره کړ ،زه یې هم په کلکو ټکو غندم.

‎ دا لیکنه می هغه مهال چې ګیله من وزیر په زندان کې وو لیکلی وه او په ځینو فیسبوکې پاڼو او ګروپونو کې می شریکه کړې وه ،
ګیلامن وزیریو ریښتینی مبارز                  
ځیني حق غوښتونکي په بَره پښتونخواه کې ،د پاکستان په انګلیس مشربه ریاست او پوځی ادارو دومره فشارونه راووشتي دي ،چې پوخ یې هم وارخطا کړی ، او د پوخ څخه لاره ورکه شوي ،نو پوځ اوس واړه هلکان لکه ګیلامان وزیر په نه خبره او یا په اصطلاح په تشه خبره زندان ته ټیل وهی ،بر خلاف دي بشری قوانینواتکړۍ هم خپو ته اچوي چې دیری خلک د پوځ په دي عمل خواشیني شول ،د بلي خوا د خندا او د پوره غور خبره هم ده ،چې دا دومره د رهبرانو ویناوي او نیوکي په پوځ باندی دا دومره مظاهرې څه په داخل د پاکستان کې او څه په بهر ملکونو کې د پاکستان پوځ په غوصه نه کړ، د دوي دا شدید نیوکو غوصه نه کړل ،اوس نو پوځ دي حالت ته رسیدلای چې وړو هلکانو نه هم ډاریږي زمونږ ګیلامان وزیرډیر زړه ور پښتون او حق غوښتونکی دی،او د حق غوښتونکو په قطار کې یو ریښتینی مبارز دی ،چې طاغوطیان ، فرعونان ، یزیدان او نمرودانو پرضد مبارزه کوي او دوی تری ایریږي ،خدای تعالی دي ورته اوږود عمر ورکړي او اوس چې زخمی دی الله تعالی دي ورته شفا ورکړي،