انجنیر زلمی نصرت

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
 
{slide=بې تکراره علامه! } 

(دغه نظم لایق صیب ته ډالۍ ده)

 یوه ساده د غرو قصه ده

د کاوون د زړه وږمه ده

 

 اباسین څپو، څپو کې

 د بادبان د زړه څپه ده

 

 سلیمان د غره په څوکه

 داسې هسکه ده شمله ده

 

فرق یې نشته له گُربته

 هر پرواز یې هنگامه ده

 

 ولَسو نه با خبره

د افغان د درد ناله ده

 

 د کوچیانو په شان درومې

 د کیږدیو شنه لمبه ده

 

 د چونغر په ترانو کې

 د ادب ښکلا پرته ده

 

 طبیعت یې انځور کړې

 ښه رنگینه منظومه ده

 

 بډاینه د پښتو کې

 د الماسو مجموعه ده

 

د پښتون په ننگ قلم یې

 د یو والې ښه بیلگه ده

 

 اتفاق که سره وکړو

 فرهنگ لاره یې رڼه ده

 

 د فرهنگ په سپین میدان کې

 بې تکراره علامه ده

 

 خوله یې چا بنده کړه نه شوه

 ظلم ضد یوه څیره ده

 

 مینه یې هیڅوخت نه ورکیږي

 زما زړه کې دا پرته ده

 

 زما تنده پرې ماتیږې

 خیر که نورو ته ترخه ده

 

 له امو نه تر جیلمه

 د لایق چیغه خوره ده

 

 هندو کش ته په نظر کې

 داسي، داسي کلک صخره ده

 

 هر یو شعر یې حماسه ده

 د نصرت د زړه ټپه ده

 

دجولای شپږمه

 دنمارک

د وایلی ښار

زلمی نصرت

 
{/slide}{slide=بدله قبله} 

چـې د بـل په خوښه راشې او پـیـشـوا شې

د خـپـل اصـل نــه بــه خـامـاخـا جـدا شې

 

نـه بـه گـل نـه بــه بلبل پاتي شـې بـڼ کې

که اغـیـار دې د مـالـیـار پـه جامه را شې

 

د بــل چــا د زړه پــروا بــه کـلـه وکــړي

چې څوک خپلي رسوایـې ته بې پروا شې

 

چې نــه شـرم نـه حـیـا پـیـژنـې ژونـد کې

داسي خـلـک دنـیـا دار پـــه دې دنـیـا شې

 

کـلـه مـیـنـه او محبت وې هـغـه کـور کې

چې یو ورور و بل ورور ته سره بلا شې

 

چـا لـیـدلـی پـه خـره کـوږ بـار تـر منزله

پـه خـره کوږ بار نیمه لاره کې خطا شې

 

د ارمــان ونـــه بــه هـلـه شې سـمـسـوره

چې ارمـان دې پـه رښـتـیـا سـره بـنـا شې

 

کـه قـبـلـه مــو عـوض نــه شې ای نصرته

دغـه حـال بـه مـو تـر مـرگـه مــدعــا شې

 

۱۲.۰۵.۲۰۲۰ ـ دنمارک

 {/slide}{slide=لمر دی } 

 

پـاڅـیـدلـی لـوی ټـبـر دی

هم په لر او هم په بر دی

 

په ویشتلو نه غـورځیږي

جوړ له کاڼو یې ټټر دی

 

نړۍ ټوله که یو لاس شي

نه نړیږي چې، چونغر دی

 

یو که وژنې سل بـه پاڅي

دا د سـتـر ټـبـر هنر دی

 

د عـارف څراغ مړ نه دی

د غره سر کې لکه لمر دی

 

زلمی نصرت

 {/slide}{slide=د چړو آواز}

چې آزادي مـو د چـړو آواز شي

چې له کـوتـرو نـه وزرونـه باسو

رڼــا او لـمـر څـخـه چې مـخ پټوو

مینه او ښکلا چې د جنت برخه وي

حــرام تـه مـخ حلال تـه شـاه واړوو

مـالـیـار گـلـونـو سـره لـوبـې وکړي

بوخت وي پـه بـاغ کې د اغــزو پـه کـر کې

د بـیـت الـمـال غــل چې حـاکـم د ښــار شي

سیاست پـه ملک کې چې رنگین درواغ شي

دلـتـه رڼا او سـولـه څـلـه راشي

مـوږ خـو د سولې او رڼا پـه مانا نه پوهیږو

 

۱۶.۰۴.۲۰۲۰ 

 
{/slide}{slide=نوې سمفوني } 

دنیا فتنو نیولي وه

فتنو هم ښه زور اخستي و

او دا له فتنو ډکه دنیا

د زور او زیاتي خواته

نه ستومانونکي مزلونه وهل چې پای یې هم معلوم نه و

پوهیدو یا نه پوهیدو له ډاره یا له جبره

موږ هم

له دی کاروانه سره ملگري و

اوهر نیواک، مستبد، جابر

او استیلاگر ته مو

لاسونه پړه قول هورا، هورا ویل

او د الله اکبر په چغو

مو بدرگه کول

بلاخره

دا له فتنو ډکه دنیا خپله

فتنه کې راگیره شوه

داسي فتنه چې

سرمایه، کمونیزم

او مذاهب ټول یې

قفس ته کړل

او هر یو د خپل ځان

د ساتنې له پاره

ځان زنداني کړ

اود یو بې وزله

بې وسه او بې کسه مرغۍ په شان

قفسو کې ترپکې وهي

نه الوتلای شي

اونه هم بحر ته ورتلای شي

رڼې، رڼې گوري

او خلاصون غواړي

او لا هم نه پوهیږي چې،

د نظم او توازن نوې سمفوني،

په غږیدو ده

او دا د فتنو جابرې او مکارې دنیا ته

نوی درس، نوی کمال، نوی جمال

او د ژوند نوی سلوک وربخښي

چې نوم یې دی نړۍ وروسته له کرونا!

 

۱۴.۰۴.۲۰۲۰

وایله

دنمارک

 

{/slide}{slide=رنځ}   

زمـونږ رنــځ دی مـسـلـسـل

کور په کور کې اور دی بـل

لـوی دلــیــل یـې جهالت دی

چې د جنگ په لار ږدو پـل

 

کوم ایمان دی کوم غــیــرت

چـې نـیـواک ســره یـــو مـل

د اغــیــارو پــــه لــمــســون

پــر یـــو بــل کــوو یــرغـل

 

یــو اخـتـه پــه خــرافــاتــو

کـړو بــې سـوچـه تـل اټکل

د کور ستونزه وړواغیار ته

له اغـیـار یـې غـواړو حـــل

 

زه نـــصـــرت وایــم مــتــل

ژونـد بــه نــه شي هیڅ بـدل

چـې نــه زیـار وي نــه تکل

هــر څـه پـریږدو پـه تـوکـل

 

 

۰۷.۰۴.۲۰۲۰

وایله

دنمارک

 

 

{/slide}{slide= هغه فریاد چې انتها نه لرې}


د ټول احساسه سره مې
فریاد دې اورمه زه
هغه فریاد
چې انتها نه لرې
پري هم پوهیږمه ښه
د همرنگۍ فریاد دې
غواړې چې ماته دې ځان ورسوي؟!
خو زه حیران یم تا ته
چې ته به څنګه تر ما ورسیږي؟!
ماته، چې خپله خپلواکي نه لرم
په کلي کور کې کوم ښادي نه لرم
په تور زندان کې پروت یم د خرافاتو په زنځیر باندې تړلی یمه
له عقل او هوشه یې خلاص کړی یمه
په ټول احساس سره مې فریاد دې اورمه زه فریاد مو یو دي سره
هغه فریاد
چې انتها نه لرې
 
۱۲.۰۳.۲۰۲۰
وایله
دنمارک
 
 {/slide}{slide=د گُربت ژبه}
زمــا ژبــــه، پـښـتـو ژبــه، یـگـانـه ده په جهان کې
داسـې ښـکـلې لکه ستوری، ښآیسته ده په جهان کې
 
د شـاهـیـن او د گـُربت غـږ یې راځي له سردرو نه
نـوې هیله یې د پوهې، اوس خوره ده پـه جهان کې
 
نـور که هـر څه وايي کړي هـم، زما ژبه درنه سټه
لاغـوړیـږي سـاه اوباسې، گل دسته ده پـه جـهان کې
 
زما د ژبې مـرغـلـري پـه ورو، ورو جهانې کیـږي
مـثـالـونـه یې ښـه ډېـر لکه کـیـسـه ده پـه جهان کې
 
ای نــصـرتــه ایـرې کـلـه پـټـولـئ شـي سـکـروټـې
زمـا ژبـه خو د پـوهـې سـره لـمـبـه ده په جهان کې
 
۲۱.۰۲.۲۰۲۰ وایله دنمارک
 
 {/slide}{slide=د پاولیو نغمې}
د مـسـتـیـو شـور را جـگ شــو، د پــاولــیــو لـه نـغـمـو نــه
جــنـکـۍ پـــه نـڅـیـدوشـوې، د شـپـیـلۍ لـــه غـــږیـــدو نـــه
 
مـازدیـگـر کـې، مـیـلـه جـوړه، شـوه د مـیـنې، پـه گـودر کې
د رنـگـونـو طـوفـان راغې، لـمـبـې پـورتـه شـوې، اوبــو نـه
 
فـضـا ټـــولـــه رنــگــیــنــه شــوه، د خــوبــانــو لــه گــډا نــه
د خـوښـۍ نـغـمـې شـوې پــورتــه، د بـنـگـړو لـه شرنگیدو نه
 
ځـنـگـیـدل بــه گلان رنــگ ـ رنــگ، د خـوبـانـو پـه ټـټـر کـې
شــوې د مـشـکـو وږمـې پــورتــه، د لـونـگـو لــه عـطـروو نه
 
د گودر په وږمو مست شول، کبان سیند کې مرغان هسک کې
شــوې د مـیـنـې ټـپـې پـورتـه، لــه بــامــونــه، لــه بــاغــو نــه
 
ای نـصـرتـه! خـیـال دې بـس کـړه، نـه نغمې شته، نـه نڅا شته
گـودر سـوی، بــاغــچــه ســوې، کلی ســوی لــه جــنــگــو نـه
 
۱۱.۰۲.۲۰۲۰
وایله
دنمارک
 
 
 {/slide}{slide=لاړل له گلزاره}
که پرون بابا رنگ واخست له ښاماره
رنگارنگ گلونه لاړل له گلزاره
که د نن بابا رنگ واخلي له جباره
اوسني گلان به هم لاړ شي له ښاره
که کارغان د بڼ فضا کړي تکه توره
بڼ به ړنگ شي د کارغانو له کرداره
څوک چې  وایي چې  کرم گلان په بڼ کې
هم هغه به گلان ریبي بې قراره
دا وطن په فتواگانو نه جوړیږي
دا وطن به  جوړ په پوهه شي دینداره
‏ له بابا، بابا ویلو پوره نه شو
ځان آزاد کړه ای پښتونه له دې باره
ای نصرته پښتانه دې خدای هوښیار کړي
چې پیدا کړي ځان ته سمه سپینه لاره
‏۲۴.۰۱.۲۰۲۰‏
‏ زلمی نصرت
لایت های
دنمارک
 
 {/slide}{slide=یاغي گربت}
یو ساده کلیوال ځوان دی د زندان په لور خندان دی
آرام ښکارې په ظاهر کې په باطن کې یو توپان دی
نه کوم ډار لري له ښکاره د یاغي گربت په شان دی
زولنو سره چې خاندې ته به وایې باچاخان دی
اوسني عصر او زمان کې یو سور گل د خپل ستان دی
د خبرو په انداز کې سپیڅلي خوشحال خان دی
د منظور له حماسو نه د شاعر قلم لرزان دی
یو لوی قام راغلي شور کې مدنیت خواتې کاروان دی
په لنډو وایې نصرت دا پی ټې ام زموږ ارمان دی
۲۸.۰۱.۲۰۲۰
زلمی نصرت وایله دنمارک
 {/slide}{slide=د خټو گټو کور}
بغیر له تانه، زه خپل دین او خپل ایمان لرمه
لکه سپوږمۍ زه داسې ښکلی یو جانان لرمه

په دې بند نه یم چې ته کوم اسمان  ته فکر کوې
زه په جونگړه کې روڼ ستوری د اسمان لرمه
خوشال په هغه یم چې لاس مې ورته ورسیږي
ځکه د خټو گټو کور کې ژوند اسان لرمه
د بهشت حورې طهورا شراب دې ستا وي ملا
زه د انگړ خوا کې  ډک خم او سره گلان لرمه
ته د تزویر او د ریا له پاره حج ته لاړ شه
زه د غریب اولس د ښه ژوندون ارمان لرمه
مخلوق لوگی شو اې نصرته د ادیانو جنگ کې
زه غیر له دینه انسانیت سره پیمان لرمه
‏۱۴.۰۱.۲۰۲۰‏
وایله
دنمارک
 
 {/slide}{slide=غزل}
یو خوږ یاد مخې ته دنگ شو د سرو میو جام مې ړنگ شو
 
زړه مې تنگ شو میکده کې له پیالوسره مې جنگ شو
 
د ساقي خوږې خبرې د بې سوره نغمې ترنگ شو
 
شوه خوره تیاره پر سترگو ساقي هم رانه په څنگ شو
 
ځان مې ولیده گودر کې گودر جوړ راته اورنگ شو
 
مازدیگر و زیړی لمر و بوی د عطرو د لونگ شو
 
مات خمار مې شو گودر کې د بنگړو چې سره شرنگ شو
 
څو ترخې ترخې خبرې را گذار تیر د خدنگ شو
 
چې پر شنه لوپټې کیناست زړه د زړه سره همرنگ شو
 
د خوږې مینې په شمه نصرت وسوزید پتنگ شو
۰۶.۰۱.۲۰۲۰ وایله دنمارک
یادونه: سوژه مې د منلی شاعر ښاغلی محمد صدیق ننګ له شعره:
یو خیال و رانه بر ته او زه لاندې غورځیدم د پښو لاندې مې غر ته او زه لاندې غورځیدم اخستي دی.
 
 {/slide}{slide=آرامه ناقراره }
ای آرامه ناقراره!
ای افغان کاکا مراده!‏
ته مړ نه یې ته ژوندی یې
ته یو غږ یې یو صدا یې
ته پژواک یې ته یو ژواک یې
ځلاند ستوری د ایشیا یې
ستا صدا زموږ سبا ده
ای آرامه ناقراره
ای افغان کاکا مراده
وچو دښتو او رغو کې
یو نفس یې یو هوایې
په درو او جگو غرو کې
د نادارو یو ندایې
ای افغان ناکاموراده
ای آرامه ناقراره
ای افغان کاکا مراده
د تور سرو او سپین سرو
‏ یو امسا د افتاده وې
‏ د یتیم او د بې کسو
د دردونو مدا وا وې
د تیارو ورځو رڼا وې
تورو شپو ته یو ځلا وې
لاره ستا به وی تل ښاده
ای آرامه ناقراره
ای افغان کاکا مراده
تا به څنگه هیروو مونږ
چې غمو سره ژړا وې
د خوښیو یو خندا وې
افغان درد سره اشنا وې
شاړو ځمکوته کیمیا وې
بې تعصب او بې ریا وې
د نصرت د لار ارشاده
ای آرامه ناقراره
ای افغان کاکا مراده
‏۱۵.۱۲.۲۰۱۹‏
وایله
دنمارک
 
 
 
 {/slide}{slide=د طبیعت رنګینا}
هڅه او نوښت
ﮐﻪ ﻗﻄﺮﻩ ﻗﻄﺮﻩ ﺳﯿﻨﺪ ﮐﯿږﻱ
‏ ﺑﻨﺪ ﻟﻪ ﮐﺎڼو ﻫﻢ ﺟﻮړﯾږي
‏ ﮐﻪ ﻧﻮښتﺍﻭ ﻫڅه ﯾﻮ ﺷﻲ
‏ ﻏﺮﻭﻧﻪ ﺟگ ﻫﻢ ﺭﺍ ﻧړﯾږﻱ
‏ په خوله د یوانسان کې
‏ وآړه کلي هم مړیږي
‏۱۲.۱۲.۲۰۱۹‏
‏ وایله ‏
دنمارک
{/slide}{slide=د کوز کلي ښامار }
که تومن دی که دالر دی که کلدار دی
که څوک خنډ دي ترقي مخ ته دیندار دی
‏ قهرمان مې د وطن غاصب قاتل شو
‏ هر غلام او گوډاگی د ملک واکدار دی
‏ چې خدمت کوي وطن ته بې دفاع دی
‏ وژل کیږي هر قدم کې خدمتگار دی
‏ غل قاضي دی، غل حاکم دی، غل سالار دی
دا پردي دې دا د کوز کلي ښامار دی
‏ پاتې نه شوله حیا په کشر او مشر
‏ حیا خرڅه شوه ارزانه په بازار دی
‏ نه تمکین شته، نه کاکه اونه عیارنور
‏ نه ارمان کې هم څوک پاتې ایمانداردی
‏ بې شرمانو وطن وخوړ،ای نصرته‎!‎
‎ ‎شوکمارې د شرافت نوی معیار دی
‏۰۷.۱۲.۲۰۱۹
وایله
دنمارک
 
{/slide}{slide=د طبیعت رنګینا}
ده په عهد او په پیمان
هر یو فصل د زمان
د زمان رنگ، رنگ گلان
د ښکلا لري نشان
دا نشان او دا ښکلا
آزادي لري د ځان
دا څو رنگه آزادي
سار یې نشته په جهان
را پیدا چې شي خزان
سیلۍ راشي په بوستان
رنگینا د طبیعت
تغیر راولې په شان
د سیلۍ هره څپه
پاڼې، پاڼې کړي گلان
هره پاڼه شي لولان
شي دانه دانه باران
د انسان هر بزم او رزم
بل رنگ نه کړي دا کمان
کائیناتو کې نصرت
دی آزاد  په خپل مکان
ستر واکدار دي په انسان
هم د ځمکي هم اسمان
‏۲۵.۱۱.۲۰۱۹‏
وایله
دنمارک
 
{/slide}{slide=خیالي عدن }
نه منم خیالي عدن
چې جوړ کړي نن حزن
زخمې کړي زما وطن
سوځولی زما چمن
په هستي کې شوم نیستمن ‏
نه منم خیالي عدن
چې پرهر مې بدن
‏ په سینه په ځنکدن
توان نه شته د کفن
جوړ ګلشن مې شو مدفن
نه منم خیالي عدن
چې ملا شو اهریمن
تل اغیارو ته ژمن
د ښایست سره دشمن
لور په لاس ریبي سمن
زه منم  باغ عدن
چې تبعیض نه وی د زن
هر خوا باغ وی او ګلشن ‏
چوڼي باغ کې وی ډادمن
خپلواکي وی او اتن
زه منم باغ عدن
چې هر څوک یې وي پتمن
په کې نه وی ته او من
انساني خوی وي واکمن
ژوند وي ستوري د یمن
زه منم باغ عدن
چې باغبان یې وي هوډمن
مشکو بوی وي د خُتن
نه زاغان وي نه رهزن
د نصرت زړه وي ښادمن
‏۱۹.۱۱.۲۰۱۹‏
وایله
دنمارک
 
{/slide}{slide=وارول }
زه چې خـماـر شمه لیکل کـومـه
لکه انگار بیا وارول کـومـه
له کوره اوزمـه گـودر غاړی تـه
د جانان سترگو ته کتل کومه
زریني وړانگی دغروب شیبه کې
د یـار د شونډو گرمول کومه

۱۳.۱۲.۲۰۱۸
 دنمارک
{/slide}