{slide=ته پوهېږي که نه}
څوک دي جومات ورانوي ،څوک دي ښوونځي ورانوي
پښتونه ستا په کي تاوان دی ، ته پوهېږي که نه؟د بل وژلو ته مو توره تېره کړې ولي؟
خېر که هر څوک دی مسلمان دی ، ته پوهېږي که نه؟نورو ته ګوره چي داستا په غم خوښي کوي نن
ولي دي مرګ دومره ارزان دی ؟ ته پوهېږې که نه؟ته به تر څو د رقیبانو کور او ځاي جوړوې؟
نن ستا په خپله کور وران دی ، ته پوهېږې که نه؟زموږ ماشومي نن د بل کوڅو کي خیر غواړي
دا دي د ژوند یو امتحان دی ، ته پوهېږې که نه؟راځه چي دواړه سره یو شو د رقیب لپاره
دې ځانځاني کي مو تاوان دی ، ته پوهېږې که نه ؟هغه ملالي چي په شونډو يي خندا خوره وه
نن يي په اوښکو لوند ګریوان دی، ته پوهېږې که نه؟بس کړه درمل درته ځولۍ نیسم د خداي(ج) لپاره
خپل ورور دي مه وژنه ستا ځان دی ، ته پوهېږې که نه؟{/slide}
حسن خان درمل
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode