{slide=دمهاجرواختر}
اختره راغلې بیا په شا بیرته ځه
دخندا ګوډیه په ژړا بیرته ځه
دلته دچا په شونډو نه سپړي ګل
تشه زولۍ وړه بینوا بیرته ځه
ناوې لاس ایښی د شهید په ټټر
دا دي سرې وینې نه حنا بیرته ځه
د مهاجرو په خیمو کښې څه وي
ویر و ماتم دی واویلا بیرته ځه
موږ دماښام مړۍ خرو اوښکو سره
نشته خوږه پسته حلوا بیرته ځه
نن ادیره کښې د شهید یتیمان
نارې وهي بابا بابا بیرته ځه
یو د ژړا بل د خندا آستازی
کله رغیږي زما او ستا بیرته ځه
۱۳۶۳ ببوکمپ پیښور(زهیربلخی{/slide}{slide=لټون}
و ي ترڅو پورې به دا سې پری شان ستاپه لټون ستړي ستو مانه مېنان ستا
د دې ښکولودښکلا څو ورځې شپې وي
له ازله تر ابد زمان زمان ستا
هر مقتول له خپل قاتل خونبها غواړي
تا وژلو باندې پور شو بل احسا ن ستا
خوار لغړ دې په شاهي وهي ملنډ ې
څوک به و تلي په کمه تله ګران ستا
مينه راغله حجابونه لرې کېږ يراته برېښي لکه ځا ن زما وي ځا ن ستا
بيا مې مه بوله( زهير) که دې وه نه لېدزما سربه وي په حشر او ګريوان ستا
( زهېر) بلخی{/slide}
( زهېر) بلخی
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode