{slide=نــــــــــــــــيکمرغـــــــــــه لــــــــــوی اختره }
ســــــــــــتړی مـــــــــــــه شــــې بخــــــــــــتوره
تا تـــــــــــــــه مـــــــــوږ سترګې په ﻻر يـــــــو
د راتـــــــــــــــــــــــــلو دې انــــــــــتظار يـــــــو
ځان ســــــــــــــره راوړه ســــــــــــــــــوکالــــي
چــــــــــــــــــــــې شــــــــــــي ورکه بد حالـــــي
نيکمرغي مـــې د افغان ولـس نصيب کړه
افغانان يـــــــــــو له بل ســــــــــره حبيب کړه
نــــــــــــور به اوسي کــــــــــړاونه تــــــــر کله
دغــــــــــــــــه برخـــــــــــه ازلي يې کــړه بدله
نور يې خلاص کړه د وختونو دګردان نه
د فلـــــــک د تکليفونـــو سخت ګذران نه
رؤفي باندې د ســــــــــولې زيـــری وکـــړه
مقدر مــــــــــې د افغان ټبر نـــور ښه کـــړه
مطيع الله روفي{/slide}
مطيع الله روفي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode