محمد سرور

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide= ټولو میندو ته}
لږ به دغه خپل زړګی تسل کړمه
ای مور جانی راکړه لاس دی ښکل کړمه
ډیر بیشمیر دردونه دی زغملی
تاڅومره سیتمونه دی لیدلی
دی تازه خو دی راستکارو سره مل کړمه
ای مور جانی راکړه لاس دی ښکل کړمه
ته به په خفګان کښی خندیدی راته
وروروبه په مینه غږیدی راته
ستا دقدم خاوری به انمبر کړمه
ای مور جانی راکړه لاس دی ښکل کړمه
زه چی دی په ژبه راوستلم
تاڅومره دی په مینه تخنولم
تاتا زه په خبرو کی بلبل کړمه
ای مور جانی راکړه لاس دی ښکل کړمه
یما ریښتینوال ما باندی ډیر ګرانه یی ته
زما کغبه زما ایمان یی ته
ستا تواب به داسی تل ترتل کړمه
ای مور جانی راکړه لاس دی ښکل کړمه
ستا ریښتینوال تا ته تل په منډه ده
ستاخدمت ضروردهغی دنده ده
سرمی غیږکښی کیږده زړه تسل کړمه
ای مور جانی راکړه لاس دی ښکل کړمه{/slide}