{slide= غزل}خياله د يار د رخسارونو سره لوبې کوه
شابه تکړه شه د اورونو سره لوبې کوه
بيا يې زلفان په سپين رخسار باندې خواره واره دي
د سپرلي باده د لړونو سره لوبې کوه
د يار ديدن که مې واعظه په نازونو غواړې
په مېکده کې د جامونو سره لوبې کوه
راشه بيا زړه په بې نيازۍ کړه راله پاڼې پاڼې
لکه ماشوم غوندې ګلونو سره لوبې کوه
د يار د سرو شونډو لعلونه چې دې بايلل ځه اوس
د خپلو اوښکو د لعلونو سره لوبې کوه
خود به "سالکه" درد نه څړيکې تر اسمانه خېژي
چا درته وې چې د زخمونو سره لوبې کوه{/slide}{slide= غزل}
کله مرهم مې د زخمونو يې نظر جوړ شي
کله راوګوري په زړه کې مې پرهر جوړ شي
زه به تر عمره د دې خپلې شملې خيال ساتمه
ښکته به يې نکړم ټيټيدو ته که مې سر جوړ شي
د زړه په سيمه چې د فکر بارانونه اوکړم
هرې خبرې ته مې ګورئ ترې ګوهر جوړ شم
زما د ننګ او د غيرت قيصۍ ته نۀ رسي څوک
ډېر لېوني که ستا د مينې ستا د در جوړ شي
غزالې سترګې او سرې شونډې چې يې وستايمه
"سالکه" ښکلى شان غزل ترېنه اکثر جوړ شي{/slide}
افتخار سالک، پېښور
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode