وروستي مطالب

دفاع وزارت افغانستان ته د امریکا د ځانګړو ځواکونو د راتګ هرکلی کړی

جمعه, 22 جدی 1396 23:32

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د "مشورې او کمک" دا ځانګړي امریکایي ځواکونه به افغان ځانګړو ځواکونو سربیره افغان سرحدي ځواکونو ته چې تازه د دغه وزارت په تشکیلاتو کې شامل شوي روزنه ورکړي.

د دافاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش، امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې ویل، چې په دې وروستیو کې افغان ځواکونو ته پر نوې ټکنالوژۍ سمبال پوخي تجهیزات رسیدلي چې په اړه یې دا ځواکونه نورې روزنې ته هم اړتیا لري

"د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي افغانستان ته ځي"

جمعه, 22 جدی 1396 23:27

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشر پرون (پنجشنبه) وویل د امنیت شورا د غړو هېوادونو چارواکي غواړي له افغانانو سره د یووالي د څرګندولو په خاطر افغانستان ته سفر وکړي.

دوی به له افغان دولتي چارواکو سره او دغلته حالات په خپله له نږدې وګوري.

د قزاقستان سفیر خیرات عمروف-چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پړاویز مشر دی- ویلي د امنیت له شورا نه په تېرو اوو کلونو کې څوک افغانستان ته نه دی تللي

پاکستان ملي اسمبلۍ قبایلي سیمو ته د سترې محکمې اختیار غځول منظور کړل

جمعه, 22 جدی 1396 23:20

د پاکستان ملي اسمبلۍ یو قانون منظور کړی، چې پکې يې د دغه هېواد د سترې محکمې او د پېښور ایالتي سترې محکمې واک له ډيورنډکرښې سره څېرمه قبایلي سیمو ته غځولی دی، چې دې سره اوس د یادو سیمو وګړي د پاکستان په محکمو کې خپلې قضيې وړاندې کولی شي.

د پاکستان د قانون وزیر چودري محمود بشیر ویرک دغه قانوني مسوده د اسمبلۍ په غونډه کې وړاندې کړه، چې د واکمن ګوند په شمول د اپوزیسیون ګوندونو يې هم په حق کې رايه ورکړه

امریکایي پوځیان په افغانستان کې په لارۍ د ډزو پلټنه کوي

پنجشنبه, 21 جدی 1396 20:03

په افغانستان کې میشت امریکایي پوځیان د هغه ویدیو په هکله پلټنې پیل کوي چې په کې یو پوځي پر یوې لارۍ باندې د ډزو په حال کې لیدل کیږي.

داسې بریښي چې ددې پیښې ویدیو د هماغه موټر نه اخیستل شوې چې ترې پر لارۍ باندې ډزې شوې دي.

دا څرگنده نده چې په دغو ډزو کې چاته زیان رسیدلی دی او که نه

فطرت: پوځي قرارګاه کې د بلخ د نوي والي د معرفي کېدو په اړه اوازې بې اساسه دي

پنجشنبه, 21 جدی 1396 19:59

د بلخ د نوي والي ویاند هغه راپورونه ردوي چې ګوندي د انجینر محمد داوود د معرفي کېدو په اړه د بلخ په یوه پوځي قرارګاه کې چمتووالی نیول شوی دی.

رحمت الله فطرت وايي، ښاغلی داوود له پوځي لارې د کار د پیلېدو پلوي نه دی او نه هم تر اوسه ده ته داسې وړاندیز شوی دی.

دی وايي، د هغو ستونزو له امله چې موجودې دي دوی څه وخت د کار د پیلېدو اټکل نه شي کولای، خو په دې برخه کې ورته پوره ډاډ ورکړل شوی دی

په اچين کې د ناټو ځواکونو او پاڅونوالو ترمنځ نښته شوې

پنجشنبه, 21 جدی 1396 19:49

راپورونه وايي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو او سیمه يیز پاڅونوالو ترمنځ نښته او ورپسې شوې بمبارۍ کې اته پاڅونوال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

په کابل کې د ناټو ځواکونو په اچين کې نښته تاييد کړې او وايي د دوى غاړې ته یو امریکايي سرتېرى سربېرن ټپي شوی، خوپه دې اړه چې د نښتې بل لورى څوک و په دې اړه یې څه نه دي ويلي.

په اچین کې دسیمه يیزو پولیسو یو قوماندان بلال پاچا وايي په پېښه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي

وکیلانو ته د ولسمشر خبرداری

پنجشنبه, 21 جدی 1396 18:03

محمد بشیر یوسفزوی
وکیلان چې په هېواد کې د ډېرو بدمرغیو او بدبختیو لامل دي او په ډېرو مسایلو کې دوی مستقیم او غیر مستقیم لاس لري د ولسمشر له لوري نرم اخطار ورکړل شو. ولسمشر غني د ملي پولیسو اکاډمۍ د لسم دور د فارغانو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال د ولسي جرګې وکیلانو ته خبر داری ورکړ چې د مقرریو په خاطر دې نور وزارتونو ته نه ځي او که لاړل، نو دغه جریان دې ثبت او تلویزیونونو له لارې خپور شي

درې لوړ پوړي افغان چارواکي د جعل په تور په بند محکوم شوي

چهارشنبه, 20 جدی 1396 19:31

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د درو جرمونو پرضد محکمې د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعی الحق عابد، د بلخ ولایتي شورا غړی اصف مهمند په پنځه کاله او دوو میاشتو او د کابل حج او اوقافو رییس عبدالرحمن احمدزی په درې کلونو بند محکوم کړي.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي د بلخ ولایتي شورا غړی آصف مهمند، د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد او د کابل د حج او اوقافو مشر عبدالرحمن احمدزی د اسنادو د جعل په تور په بند محکوم شول