بخت که عقل؟؟
ژباړه: نجیب الله پیمان
یو وخت د عقل او بخت تر مینځ اختلاف پیدا شو.د دوئ اختلاف پدې وو چې کوم یو لدې دواړو نه د انسان په ژوند کې د اهمیت وړ ده .
بخت وویل : انسان ماته زیاته اړتیا لري.
عقل وویل : نه انسان ته زه ډیر ښه یم .
عقل او بخت د دې چارې د ثبوت د پاره لاس په کار شول،بخت د یوه بیکاره او تنبل هلک په سر کښیناست چې پدې کار سره عقل سمدستي د هلک له سره والوت.
د پاچاه وزیر په داسې حال کې چې زوی یې هم نه درولوده دغه هلک ولید نو سمدستي یې دغه هلک ځان په زویتوب ومانه، او له ځان سره یې کورته بوته ،وزیر د زوی د نه لرلو له کبله د دې هلک په پیداکیدو سره له ډیرې خوښۍ نه په جامو کې نه ځاییده ،نو هلک ته یې د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې ،د خوراک، پوښاک یې هم څه کمی نه وو له سهاره تر ماښامه به یې لوبې کولې.
یوه ورځ وزیر خپل زوی د لاسه ونیوه او د پاچاه باغ ته یې د چکر دپاره بوته د وزیر زوی د پاچاه خوښ شو نوهلک ته یې یوه ښکلې مڼه یې ورته ورکړه، هلک سمدستي په مڼه خوله ولګوله پاچاه د دې پیښې په لیدو په خندا شو،خو څه یې وانه ویل