ژباړه: رفيع الله روشن
ماشوم چې تل به يې خپله مور تنګوله او مزاحمت به يې ورته کاوه، خپلې مورته وويل:
زه مې د زوکړې په ورځ بايسکل غواړم.
مور يې ورته وويل:
ايا ته فکر کوې چې موږ بايد تاته د کليزې په ورځ دې هرو مرو بايسکل واخلو؟
ماشوم ځواب ورکړ: هو
موريې وويل: اطاق ته ولاړشه ،قلم او کتابچه واخله او خدای پاک ته خط وليکه او ورڅخه وغواړه چې ستا د ښو او نېکو کارونو په بدل کې درته يو بايسکل درکړي.
ماشوم همداسې وکړل اطاق ته ننوت ،قلم او کاغذ يې راواخستل او يې ليکل
:
لومړی نمبر ليک
سلام زما ګرانه خدایه!
زما نوم جان دی ،زه يو ډېر ښه هلک يم نو اوس غواړم چې ماته يو بايسکل راکړې.
ستامينه وال، جان
جان چې فکر وکړ دا ليک خو دروغ دی او بايسکل يې په لاس نه راځي نو يې ليک بېرته وڅېره او ويې ليکل:
دوهم نمبر ليک
سلام زما نازنين خدايه!
زما نوم جان دی او ما تل هڅه کړې چې يو ښه هلک اوسم، نو دمهربانۍ له مخې ماته يو بايسکل راکړه.
جان
کله چې جان وليدل چې دې ليک ته يې هم ځواب ونه ويل شو نو دايې هم وڅېره او ويې ليکل :
درېيم نمبر ليک
سلام ګرانه خدايه!
سمه ده زه دا منم چې زه يوښه هلک نه وم خو که ته ماته زما دکليزې دورځې په خوښۍ کې يو بايسکل راکړې زه ژمنه کوم چې ښه هلک شم.
جان
جان يوڅه فکر وکړ اوله ځان سره يې وويل چې دې ليک ته يې هم چا ځواب ورنکړ،نو يې داهم وڅېره،تر لږ فکر وروسته يې مورته وويل:
زه غواړم کليساته لاړ شم.
مور يې پوه شوه چې په همدې هنر ورنه ځان خلاصولی شي ،نو يې ورته وويل سمه ده ولاړ شه خو له ماښامه مخکې کورته راشه.
جان کليساته ولاړ،يو څو شېبې کيناست ،ويې ليدل چې څوک نشته نو يې منډه کړه مجسمه يې پټه کړه او د کور په لور ولاړ.
کله چې کورته ورسېد مخامخ خپل اطاق ته ولاړ او نوی ليک يې داسې وليکه:
څلورم نمبر ليک
سلام زما مهربان خدايه!
دسپېڅلې مور مجسمه له ماسره ده که يې غواړې نو زما د زېږېدنې ورځې لپاره يوه بايسکل راکړه ،بيايې درکوم.
جان