لنډه کیسه
لیکوال: خوشال مزاروال
اسمان تورو ورېځو اخېړ کړی و، کټ مټ لکه سړی چې د ژمي واورو او بارانونو ته خټین بامونه اخېړوي، ورسره د اسمان سترګې مړې مړې ورېدې، داسې لکه د سړي په بوټیو چې درد وي، له پېڅ و زغمه وتی درد..... د ماښام اذانونو ته لا وخت پاتې و، ښاروګانو او چوڼچنو، د کلي په وستل، د راسورو ونو، په پیڅکو او پلوونو کې، شور بګت، او چان چو جوړ کړی و،
لکه د ګلنارې په بې وخته وتو چې نه وي خوښې، چې کلیوالو او خواخوږو، هغه نوي کور ته لېږدوله، ملو انګیرله چې په تلو تلو کې، ګلنارې په بېرته سترګې غړولې، د کورنۍ، خواخوږو، او د چم ګاوڼد د اوسېدونکو اوښلنې سترګې یې لیدې چې بې واره تر تر راڅڅېدې، او تر نوي کوره یې بدرګه کوله. په نوي کور یې ننوېسته ، مبارکي یې ورکړه، او د تل لپاره د بیلتون او جدایي په پار ترې خواشیني، او ویرژلي راستانه شول......
کور نوی و. د چت له لمدو خټواو درزونو لا کله ناکله یوه نیمه ګېتڼه راپرېوته، او د هغې نوې نزې سپینې جامې یې نمجنې او رټه کولې . کور تورتم و. توره خوله یې نیولې وه. هیڅ نه تر سترګو کېدل. خپلې سترګې یې ومښلې، داسې نه چې ړنده او سترګو یې دید له لاسه ورکړی وي، خو ګټه یې ونکړه. هماغه شان تپه تیاره وه. هیڅ شی نه تر سترګو کېده. ترهه یې نوره هم پر تن ورننوته. د هغې لا له کوشنیوالې له تیارې ، او دا شان کورونو سره ورانه وه. ورانه څه چې زړه یې ترې سوټ بوټ ویسته. کله چې به د دا شان کورونو په اړوند چا ذکر کاوه، د ګلنارې به غونی زیږ شو، راغونجه به شوه، د تیارې په خپرېدو به یې بیا شپه خپله وه. د وېرې او ډار خپسه به یې په رګونو واکمنه وه. د هغې زړه یې پړک چاوه، ان تر دې چې د شپې به په سختۍ د خوب غېږې ته ورتله. تر ډ ېره به د مور په غېږه کې اوړېده راوړېده، د مور لولو لولو به یې تر ډېره اورېده، چې سترګې به یې مرغۍ مرغۍ شوې، بیا به یې سترګې ورغلې، او د خوب لمنې ته به شوه......
کور زړه تنګی ورته ښکاره شو. خرخشې( خرخښې) او اندېښنې یې رګونو کې په منډو شوې. د ځاځ و پرغز لړمې یې په ډډو احساس کړې. بیا بېدرنګه، لکه چا چې پرې د برېښنا لوڅ تارونه ایښي وي، ولړزېده. لکه د ژوند تر ټولوستره هستي چې ترې چا لوټلي وي، د کپچه مار په څېر تاوه راتاوه شوه. او لکه لیونۍ غبرګ لاسونه یې په خېټې کېښودل. زړه یې بېواره درزېده، لکه له ګوګله چې سکوټ راووځي. بې اختیاره یې اوف له خولې راووت. د زړه تسل یې وشو. خپل ماشوم او د زړه ټوټه یې ورسره و. ترهه او ډار یې لږشانې کم شو. د سکون سا یې واخیسته، لږ کوټې ارامه شوه. بیا یې په تندي کې د ځور کرښې موړه جوړه کړه. ترارې یې د زړه په درشلې پښه کېښوده. لو لپه شوه، چې ماشوم یې ولې غلی دی؟ ولې مستي نه کوي؟ بېرته یې زړه پر دې دلاسه کړ چې کېدای شي، ستړی شوی وي، او بېده وي....
یوه شېبه چوپتیا لاسبرې وه. لکه د ګلنارې روان چې له هغې الوتی وي ، او تش کالبوت ناسته وي. بیا یې تیت وپرک اوسون پر ځای شو، د انګیرنو او ننګیرنوسلسله یې تېرمهال ته څیره ووهله، او ورسره جوخت ورستنه شوه:
* * *
شپه له نیمې اوښتې وه چې نا اشنا دردونو او څکونو غېږې ته راجوخته کړه. ورختا غوندې شوه. خو زړه یې ټینګ کړ. شېبه روسته دردونو پرېښوده. د ارامۍ سا یې واخیسته. په زړه کې یې تېره شوه چې نن یې جامې پرېمینځلي، کېدای شي، د هغې وجه وي، بیا یې میاشتې په ګوتو سره وګڼلې. د ماشوم زورځ( زېږورځ) ورته پخه او نږدې ښکاره شوه. نور یې پرې غوږ ونه ګراوه، خو په زړه کې یې تراره وه، او دردونو ته یې غوږ نیولی و. تر څنګ یې خوږې موسکا له ګلابي شونډو مچکه واخیسته. په خیال خیال کې یې خپل ماشوم په خپله توده غېږه کې واچاوه. د هغه نازکې او پستې مستې منګولې یې په خپلو ګوتو ولوبولې. د مور مینه یې پرې وکړه. روان یې پام ځانته راواړاوه. ځانته یې وویل.
- دا دی مور شوې، او بیا یې د مور په اړوند، غلې له خولې ووتل:
- خلک وایي: (مور پر یو لاس زانګو، او پر بل نړۍ زنګوي)، او یو ډول غرور یې په رګو کې غځونې وکړې.... د هغې روان لا ډېر څه له ځانه سره رانغاړل، چې بیا دردونو ورته ګونډې اړم کړې، وار و پار یې ختا شو. مېړه یې وخوځاوه، او په غوږ کې یې وروڅڅوله،چې کیسه څه بل شانې ده. ژر ژر یې، د ماشوم لپاره، له وړاندې چمتو شوي جامې، وروڼی، او نور اړین توکي راواخیستل، په لاسي بکس کې یې کېښودل، خاوند یې له ګاونډي د ګاډي مرسته وغوښته، او پر شنه خړه، د زېږنتون پر لور راون شول. زېږنتون ته په رسېدو سره یې سا واخیسته. بستر شوه. چپرکټ یې تر لاسه کړ، او نېغه پر خپلې بسترې کیناسته. بې واره یې سترګې څنګ ته په ولاړې المارۍ ونښتې. د ماشوم له پاره ګنډلې جامې یې پر المارۍ کې ځای پر ځای کړې. له خوښۍ یې سترګې اوښلنې شوې. غلې یې وویل:
- ( بې زحمته راحت نشته)، که نهه میاشتې مې ستونزې وګاللې، د چا خبره، د اوسپنې نینې مې وچیچلې.... دا دی ژر به یې ثمره ووینم، اوس به ځای ونیسي..... د هغې روان، په وار وار د مور ویی( کلیمه)، د هغې له نامه سره تاړه، او هغه یې له ځانه سره بوخته ساتله چې ناببره یې ماشوم ورته ګونډې بندې کړې. هغه یې له خوږو خوږو انګیرنو، او ننګیرنو راووېسته، ویې چېړله، په لغتو یې ووهله، د ګلنارې ټنډه لاپسې وغوړېده. لا یې د زړه مراندې تازه او وغوړېدې، او په مینه وړې ګړدود یې ورغبرګه کړه:
- لکه چې نوره دې دپېڅ و زغم کاسه ډکه شوې! ورختا یې! لږه سړه خوره....! بیا یې خاوند مخې ته ایغ نېغ او سوټ بوټ ودرېد چې په تمخونه کې ناست دی، د پلار کېدو خوبونه او خیال پلوونه ویني، شېبې شماري، د زېري او پلار کېدو شېبې...
ګلناره همداسې د سوچونو او خیالونو په خوږو کې ورکه وه چې پرستارې یوې ته وویل:
- خورې! زېری مې درباندې! د زوی خاونده شوې! نیک صالح دې ستر شي! د بچو په خوښۍ مړه شې! د خاوند نوم دې راښایه چې زیری پرې وکړم!
ګلناره له سوچونو راووته، پر مخ یې د خوښۍ نښې راوټوکېدې. د بدن په رګونو کې یې تودې تودې وځغلېدې. بیا یې په کراره په خېټه لاس کېښود، زیاته یې کړه:
- بچیه! ژر به یو د بل سترګې وینو! یو د بل په دیدن به تندغرې مینې ماتوو! بیا د خپل زوی له زړه راځي. د هغه له روانه غږيږي،چې ورته وایي:
- مورې! بس دی نور! دلته ستړی شوی یم! غواړم، ستا په خوږه غېږه کې څانګونه واچوم! پښې وغورځوم. ستا سترګې ووینم، او له تاسې سره مستي وکړم....
هغې د خپلو هېلو او ارمانونو پیڅکه نیولې وه، په خوږو خوږو کې لوبېدله، او نڅېدله چې دردونو او څکونو ټینګه کړه. چار ناچار یې پازواله پرستاره خبره کړه. هغې د ګلنارې اکر ته په کتو سره ورغبرګه کړه:
- بېړه وکړه! د زېږون چمتو کړي اړین توکي، له ځانه سره راواخله چې زېږون خونې ته شو. ګلنارې په داسې اکر کې چې دردونو او څکونو لېونۍ کوله، په موسکو شونډو، د ماشوم تړونی او جامې راټولولې، او له بلې خوا یې، له خپل ماشوم سره د شړک دیدن په اړوند د سوچونو او انګیرنو تنابونه راښکودل چې زېږخونې ته شوه.
د سترګو په رپ کې یې په دې لنډ تنګ وخت کې خاوند مخې ته راشین شو چې په تمخونه کې شېبې شماري. شونډې یې موسکۍ موسکۍ شوې. په زړه کې یې تېره شوه:
- دا دی پلار کېږې، او بیا یې خپل ماشوم د پلار په سینه پروت ولید چې خاپوړې کوي، او پلار یې په مینه نه مړیږي ..... د ګلنارې د هېلو او سوچونو سمندر ، همداسې په څپو و، همداسې یې یو څپه پر بله ویشتله چې د ډزو غږونو له سوچونو او خیالونو راووېسته. وېرېدلې او ترهېدلې شوه. نا اشنا تورغوږي ول، کورټ ځناور، خدایزده د چا پۍ یې رودلې وې، د مور خو کېدای نشوې. تر دې دمه له تمخونې پرته نرینه د زېږنتون په وربویي(حریم) کې چا نه وو لیدلي. د زېږنتون پازوالو ښځمنو، او امېدوارو مېندو ټاغې ټاغې کتل چې توپان شو، سېلۍ شوه، ډزو زور واخیست. د کولال په بټۍ کې نینې ټکېدلې. خونه پر خونه ډزې روانې وې. د کاڼو زړونه یې اوبه کول.....
د امیدوارو میندو د لنګون د وینو تر څنګ، وینو پشکې وهلې. زېږخونې په وینو ډنډ شوې. دېوالونه په وینو اخېړ شول. د وینو په ډنډ کې، د ماشومانو د تړونو او جامو تر څنګ، د ګلنارې په لاسونو جوړ شوو خامکي جامولامبو وهلې....
۱۵ - سلواغې – ۱۴۰۰ یا
04 – 02 - 2022