سید عبیدالله نادر
د فیسبوک د یارانو نه اخیستل شوې او د پښتو ادب په اوړو کې اغږل شوي
یو پاددشاه د خپل ملاحظاتو له وجهی یی چې د خپل شاهی قصر په ترکان په وړاندی یی درلوده ،نو په هغه ډیر غوصه شو.او امر یی وکړ چې سبا یی اعدام کړئ ، او هغه ته یی هم ووییل: چې سبا اعدام یې ،خواره کوټی په خپل حال ډیر غمجن او خواشینۍ شو.نو چې کله د کور په پلو رهي شو ، د دنیا غمونه یي په اوږو بار سول ،ډیر غمجن کورته ورغی
، خو ټوله شپه نارامه وو ،او خوب نه ورتی .ټوله شپه به لالهنده په دي خوا او آخوا اوړیدۍ ،ښځي یي چې ډیره با تدبیره ، عابده او د لیري لید خاونده وه ،چې د میړه حال ته یی پام سو ، نو ډیریی زړه پرې درد وکړ ، او میړه ته یی ووییل :بیده سه لکه هره شپه داسي بیده شه ،خدای تعالی یو دی ، او دعظمت او جلال خاوند دی ،او د هغه د رحمت دروازې او د رحمت غیږه تل خلاصه وي ،مه ناامیده کېږه په پروردګار ډاډه شه ، تر سهاره پوري خدای مهربان دی ، ډیر بدلون به راسي ،د ښځي د دې خبرو په اوریدو سره یې دومره زړه آرامه او تسل شو ،چې وار د واره یی سترګي درنۍ شوې ،او خوب هم ورغی او په کراره بیده شو ،خو سهار وختي د پادشاه د عسکرو د خپو د آواز سره په اوریدو په ډیره اندیشنه راویښ شو .چې په همدي شیبه ور وټکید ،او دی په داسي حال کې ورجګ شو ،چې خپلي ښځي ته یی د پشیمانۍ او افسوس په نظر کتلي ،ور یی خلاص کړ او خپل لاسونه یي د تسلسم په نښانه عسکرو ته د مخه کړل ، عسکرډیر سخت حیران شول او وي وییل :مونږ د دي پاره راغلي یو چې پادشاه مړ شوی دی ،او ته ورته تابوت جوړ کړې ، د سړي په سترګو کې د امید څرک ځل وواهه ،او زړه ته یی د تسلی فرشته ننوته ،نو عسکرو پسي په داسي حال کې رهي شو ،چې د عذر خواهۍ په انداز یی شاته خپلي ښځې ته وکاته او نور یې د عسکرو د قدمونو پسي ګامونه پورته کول او رهی شو ،او په ژور سوچ کې ډوپ لاړ ،او د خپلي میرمنۍ دا آواز یی تر غوږ شو ،چې د شپی ورته وییلي وو: بیده سه لکه هره شپه داسي بیده شه ،خدای تعالی یو دی ، او د عظمت اوجلال خاوند دی ،او د هغه د رحمت دروازې یو په یو خلاصي وي ، او دهغه د رحمت غیږه ډیره پراخه ده ،مه ناامیده کیږه په څیښتن تعالی ډاډه شه ،تر سهاره پوری خدای مهربان دی ډیر بدلون به راسي